1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ټولي نړۍ ته به د کرونا واکسين انتقال څرنگه وي؟

۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه

د کرونا واکسين چې کله جوړ شي نو د نړۍ په هر گوډ کې مريضانو ته د رسېدو له پاره بايد اوږد واټن ووهي. په دې ترڅ کې دغه واکسين بايد په تر ټولو يخو خونو کې وساتل شي. انتقالوونکي یې د دې کار له پاره لا دمخه چمتوالي نیسي.

https://p.dw.com/p/3ha0D
د کرونا واکسين د ساتلو يخه خونه
انځور: DW/A. Pandey

اوږده او يو بل ته ورته موازې دهلیزونه چې دواړو خواو ته یې دوه متره لوړ يخچالونه ولاړ دي چې هر یو یې منفي ۸۰ درجې يخ دی:  دلته به د کوويد – ۱۹ واکسين په موقتي توگه ساتل کيږي څو بيا انتقال کړای شي.

د فوټبال د یوه مېدان په اندازه لويه دا دستگاه د امريکا متحده ايالاتو د لوژيستکي مرکز «يو پي اس» له خوا له جوړيدونکو دوه دستگاو څخه يوه ده چې کرونا ويروس سره د مبارزې له پاره به پکې په ميليونو واکسين ساتل کيږي څو ټولې نړۍ ته انتقال کړای شي.

دا سړې خونې د نړيوالو حکومتونو، سازمانونو، د درملو شرکتونو او توکو د حمل او نقل د شرکتونو په گډ زيار او د ميلياردو ډالرو په پانگونه رامنځته کيږي، څو د کرونا واکسین په ډېره لويه کچه تر توليد وروسته ژر تر ژره د نړۍ گوډ گوډ ته ورسول شي. هغوی د واکسين د توزيع زنځېرونه پراخوي څو یې د جوړیدو په صورت کې د انتقال په برخه کې مشکلات رامنځته نه شي.

هر حالت ته چمتووالی

د يو پي اس روغتيايي شرکت مشرې انوک هيسن په هالند کې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې دغه شرکت اوس خپله ټوله تجربه او مسلکي پوهه په کار اچوي څو د درملو شرکتونو سره د کرونا پر ضد مبازره کې په ښه توگه مرسته وکولی شي.

د کرونا د واکسينو په دغه سړو خونو کې به چې په آلمان او امريکا متحده ايالاتو کې جوړيږي، ۶۰۰ د يخولو دستگاوې وي چې هره يوه به یې د ۴۸۰۰۰ واکسينو د ساتلو ظرفيت ولري. دغه فریزرونه به د واکسينو حساس مواد يخ وساتي چې پکې هغه واکسین هم شامل دي چې د «ميسنجر آر اين ای» پر اساس جوړ شوي وي. دغه مواد بايد د انسان په بدن کې پروټين جوړ کړای شي.

Niederlande | Gefrieranlagen von UPS
ډېر يخ فریزونه چې د کرونا واکسين به پکې تر انتقال مخکې ساتل کيږيانځور: DW/A. Pandey

د يوه واکسين سفر

واکسين به تر توليد سملاسي وروسته له لابراتوارونو څخه په داسې ځانگړو، ښو عايق شويو بکسونو او يا پېټيو کې انتقاليږي چې په اصطلاح د وچ يخي او يا د يخي شوي کاربن دايي آکسايد په مرسته يخ ساتل کيږي.

دا بکسونه به بيا سړو خونو ته وړل کيږي چېرې چې به په ډېر احتياط سره دغه واکسين په يخچالونو کې وساتل شي. د هيسن په حواله په دې «سړو خونو کې کارکوونکي د مخصوص لباس» پرته چې انسانان له سختې يخنۍ ژغوري، کار نه شي کولی. له همدې کبله موږ خپلو کار کوونکو ته اړونده لباس، دستکشې او عينکې برابرې کړي دي.

اړونده موضوع:پوتین: روسیې د کرونا ضد لومړی واکسین جوړ کړ

د فرمايش په صورت کې به دغه واکسین بیرته په يخو بکسونو کې ځای پر ځای کيږي. دغه بکسونه چې د وچ يخي په واسطه يخيږي، دغه مواد ۹۶ ساعته د تودوخې په مناسبه درجه کې ساتي.

واکسين به د هوايي کارگو الوتکې له لارې انتقاليږي څو ژر او په خوندي توگه خپل منزل ته ورسيږي. د «يو پی اس» شرکت وايي چې دوی «په يوه شپه کې» د نړۍ کابو هرې برخې ته دغه واکسين رسولی شي. د واکسینو يوه سړه خونه د امريکا د کينتاکي ايالت په لويس ويلي سيمه کې ده او بله د آلمان او هالند په سرحدي سيمه فينلو رورموند سيمه کې، چې دواړه دغه سيمې هوايي ډگرونه ته نزدې پرتې دي.

پر دې سربیره دغه شرکت غواړي چې د آلمان په فرانکفورت او بريتانيا کې هم د واکسينو د ساتلو له پاره يخ گودامونه جوړ کړي.

زموږ له آرشيف څخه: