1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ارزونې او بیاشمېرنې پرته هیڅ یوه رایه نه باطلیږي»

۱۳۹۸ آذر ۹, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو جنجالونو په اړه وروستیو اعتراضونو ته په غبرګون کې ویلي دي چې د ټاکنو د قانون پر بنسټ د رایو ارزونې او بیاشمېرنې ته دوام ورکوي. خو ټاکنیزې ډلې بیا په دې اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3U1MH
Afghanistan Stimmauszählung
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې د قانون او خپلواکۍ د اصل پر بنسټ یې د خلکو د رایو ساتنه کړې او هیڅ چا، ډلو یا بنسټونو ته به د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

د دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشرۍ نوماندانو او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې یوازې هغه رایې د منلو وړ دي چې بایومتريکي مالومات ولري.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په وینا: «کمېسیون دې ۳۰۰زره غیر بایومیټریک او جعلي رایې چټکې له سیستم څخه وباسي او په ټاکنیز بهیر کې دې خپله خپلواکي او بې پرېوالی ثابت کړي.»

خو د ټاکنو کمېسیون په اعلامیه کې په ښکاره ټکو ویل شوي.

«کمیسیون تر ارزونې (تفتیش او بیا شمېرنې) پرته یوه رایه هم نه شي باطلولای.» د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې د جمعې پر ورځ کابل کې لاریون وکړ او خبرداری یې ورکړی چې که یې غوښتنې ونه منل شي، نو د سپټمبر ۲۸ د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به ونه مني.

دې ډلې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د رایو د ارزونې او بیاشمېرنې بهیر پروړاندې د اعتراض په بڼه د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.

پنجشېر، فاریاب، بغلان، تخار، بدخشان، سرپل او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د اعتراض له امله په کې ټاکنیزې چارې په ټپه درېدلي دي.

د پراخو لاریونو خبرداری

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یوه ویاند خان زمان مدبر دویچه ویله ته وویل چې که د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو قانون، لایحو او طرزالعملونو ته را ونه ګرځي، نو د خپلو اعتراضونو لمن به د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته وغځوي.

«که چېرې ټاکنو کمېسیون زموږ برحقو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي او خپلې اصلي لارې ته را ونه ګرځي، نو د خلکو هوډ دا دی چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پراخ لاریونونه کوي.»

خو ټاکنو کمېسیون وایي چې د ټاکنو قانون د ۸۶ مادې پر بنسټ، د رایو ارزونې او بیاشمېرنې بهیر ته دوام ورکوي.

د ټاکنو قانون په ۸۶ مه ماده کې راغلي: «د ټاکنو کمېسیون د موجه شکایاتو د شتون یا د رایو د صندوقونو په اړه د جرم یا سرغړونې د ښکاره نښو د لیدلو په صورت کې اړوند صندوقونه قرنطین او د څارونکو، کتونکو، رسنیو او نوماندانو د استازو په حضور کې یې څېړي.»

کمېسیون د قانون د همدې مادې پر بنسټ له ټاکنیزو ډلو غواړي چې پاتې ۷ ولایتونو کې د رایو د ارزونې او بیاشمېرنې بهیر بشپړېدو اجازه ورکړي.

هاخوا د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله ټول هغه تورونه ردوي چې ګواکې د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي.

د ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه

د دې ډلې یوه غړي امیرمحمد احساس دویچه ویله ته وویل چې د ټاکنو پایلو ته نور د خلکو د زغم کاسه ډکه شوې:

«مونږ له کمېسیون څخه هیله لرو، چې تردې ډير دې مهالویش نه نقضوي او د ټاکنو قانون د۸۷ مې مادې له مخې دا د کمېسیون صلاحیت دی چې د خلکو د رایو پر بنسټ د ټاکنو پایلې اعلان کړي، نور باید د خلکو صبر او زغم ونه ازمایل شي.»

د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو شاوخوا دوه میاشتې تیریږي، خو تردې دمه یې لږ تر لږه لومړنۍ پایلې هم نه دي اعلان شوي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې د رایو ارزونه او بیاشمېرنه په ۲۷ ولایتونو کې بشپړه شوې او د ارزونو د پایلو فورمې یې هم مرکزي کمېسیون ته رسېدلي دي.

اسماعیل شاکر – کابل