1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنو کمېسیون: د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان ته چمتو دي

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې چمتو شوي او د اعلانولو په اړه به یې ډیر ژر پریکړه وشي. خو بل خوا یو شمېر ټاکنیزو ډلو خبرداری ورکړی چې دا پایلې به ونه مني.

https://p.dw.com/p/3UbVL
Afghanistan Stimmauszählung
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات دویچه ویله ته وویل چې د پایلو چمتو کولو اړوند ټولې چارې بشپړې شوي او یوازې د اعلانیدو په اړه د کمېشنرانو د وروستۍ پريکړې انتظار باسي. نوموړي زياته کړه: «د دارلانشاء ریاست د کمېسیون مشرتابه ته راپور وړاندې کړی، خو په راپور کې یو شمېرې نیمګړتیاوې وې چې د هغوی تر سمونې وروسته به ټاکنو کمېسیون پایلې اعلانوي.»

ښاغلي سادات په ډاګه نه کړه چې کمېسیون به کله په دې اړه پریکړه وکړي، خو دومره یې وویل چې ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ډير ژر اعلانیږي.

د درې سوه زره جنجالي رایو برخلیک

 ټاکنو کمېسیون داسې مهال د افغان ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ژر اعلانولو خبره کوي، چې معترضې ټاکنیزې ډلې لا هم د ۳۰۰ زرو جنجالي رایو په اړه نه دي قانع شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تازه اعلان کړی چې د دغو رایو په اړه ورسره ثبت شوي شکایتونه څیړي. د شکایتونو کمېسیون یوې ویاندې زرمینه کاکړ دویچه ویله ته وویل: «د ۳۰۰ زرو جنجالي رایو په اړه شکایتونه رارسېدلي او اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.»

اغلې کاکړ زیاتوي چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون به د همدغو جنجالي رایو په اړه د شکایتونو تر ارزونې وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

د معترضو ټاکنیزو ډلو غبرګون

خو هاخوا د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله بیا د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو اعلانیدونکو پایلو د نه منلو خبرداری ورکړی.

ښاغلي عبدالله نن چهارشنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۱۱مه) پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: «که چېرې د ټاکنو کمېسیون د انتخاباتي ټکټونو قانوني غوښتنو ته له رسیدګۍ پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د کمېسیون اعلان به زموږ لپاره د منلو وړ نه وي او پر وړاندې به یې بې‌ تفاوته پاتې نه شو.»

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا هم د ولسمشریزو ټاکنو د ممکنه اعلانېدونکو پایلو پر وړاندې د درېدو ګواښ کړی. د دغو نوماندانو پر وینا ټاکنو کمېسیون له خپلې قانونې لارې ګرځېدلی او که چېرې پایلې اعلان کړي مشروعیت به ونه لري. د ولسمشرۍ نوماند احمد ولي مسعود وویل: «د درغلیو پر بنسټ اعلانیدونکي ابتدايي نتایج به افغانستان بحران ته بوځي.»

Afghanistan Politiker Abdullah Abdullah
د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله بیا د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو اعلانیدونکو پایلو د نه منلو خبرداری ورکړیانځور: picture-alliance/AP//Massoud Hossaini

د نوماندانو شورا  تور پورې کړی چې کمېسیون د یوه ځانګړي ټیم په ګټه کار کوي. د هغوی موخه د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله ده چې ګواکې د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان د ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د یووالي کمېسیون مشر محمد ابراهیم رحیمي دويچه ویله ته وویل، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان یوازې هغه ډلې ویریږي چې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې.

ښاغلي رحیمي چې د ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې په ملاتړ یې خبرې کولې په ټینګار سره د لومړنیو پایلو د اعلان غوښتنه وکړه. هغه زياته کړه: «کمېسیون باید ژر تر ژره د ټاکنو نتایج اعلان کړي او هغه څوک چې د بحران خبره کوي ډاډه یم چې هیڅ ډول بحران نشته، ځکه هغوی په خپلو مظاهرو سره هم وښوده چې بحران نه شي راوستی.»

د ښاغلي غني د ټاکنیزې ډلې پلویان وايي چې د ټاکنیز بهیر په اړه د پریکړو نېول یوازې د ټاکنو کمېسیون صلاحیت دی چې دوی ترې ملاتړ کوي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه څه نظر لري؟

ټاکنو کمېسیون داسې مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د ژر اعلان خبر ورکړی چې په شمالي اوو ولایتونو کې لاهم د رایو ارزونې او بیا شمېرنې ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

بدخشان، تخار، پنجشیر، بغلان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې معترضو ټاکنیزو ډلو ټاکنیز دفترونه تړلي.

د شفافو ټاکنو بنسټ یا ټیفا ویاند احمد زبیر حبیب زاده دويچه ویله ته وویل چې کمېسیون د دغو اوو ولایتونو له ارزونې او بیا شمېرنې پرته د ټاکنو پایلې نه شي اعلانولی. هغه وويل: «ابتدايي نتایج د ۳۴ ولایتونو د رایو د شمېر او بیا شمېرنې پربنسټ باید اعلان شي، اوس که ۷ ولایتونه له بیا شمېرنې او تفتیش پاتې وي د نتایجو اعلان غیرقانوني کړنه ده.»

ښاغلي حبیب زاده خبرداری ورکړ چې په جنجالي وضعیت کې د پایلو اعلان به ټاکنیز بهیر لاپسې کړکیچن کړي.

 اسماعیل شاکر – کابل