1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

يوه امریکایي عسکر په افغانستان کې پر غلا کړو پیسو اعتراف کړی

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني عسکر پر دې اعتراف کړی دی چې له څلورو نورو کسانو سره یې دسسیه جوړې کړې وه چې ۲۰۰ زره ډالر غلا کړي چې د حکومت له خوا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد جګړې له پاره په پام کې نیول شوې وې.

https://p.dw.com/p/3WEBu
Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي څارنوالانو په وینا دغه کس تر پنځلسو کلنو بند سزا سره مخامخ کیدلی شي.

د څارنوالانو په وینا پخوانی ۴۶ کلن ډلګی مشر ویلیم چمبر لېن، د دوشنبې په ورځ د شمالي کارولېنا په یوه فدرالي محکمه کې پر دسیسې او د غلا شوو حکومتي پيسو په ترلاسه کولو اعتراف کړی دی. تورن کس د یادو تورنو پر ضد له څو کلونو راهیسې مبارزه کوله.

درو نورو عسکرو چې د چېمبرلېن په څیر یې د شمالي کارولېنا د فورت برګ، پوځې اډې له ځانګړو ځواکونو سره تړاو درلود او په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وه په ۲۰۱۴م کال کې اعتراف کړی وو، خو چیمبرلېن د یوې محاکمې په ترڅ کې د ځان د د فاع کولو پریکړه کړې وه.

د شمالي کارولېنا د څارنوال له دفتر څخه په یوه خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې چمبر لېن استدلال وکړ چې هغه د خپلې دفاع له پاره محرمو معلوماتو ته د لاس رسي اړتیا لري. خو قاضي دغه غوښتنه رد کړه چې د هغه له نظره دغه محرم معلومات د تورن کس د دفاع په برخه کې کومه مرسته نه کوله.

د پنځو کسانو پر ضد چې دعوا شوې وه د ۲۰۰۹م کال له جولای میاشتې د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ تر نيمايي پوري د ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو د غلا تور پورې شوې وو چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کوله.

د څارنوالانو په وینا دغو کسانو د تروریزم ضد جګړې له پاره د ځانګړو ځواکونو محرمې بودجې ته لاس رسی درلود. دغه بودجه پر تروریزم ضد مبارزې سربیره د بشري پروژو لکه د سړکونو، ښوونځیو او کلینکونو د جوړولو له پاره د لوازمو د رانیولو او ملاتړ له پاره په پام کې نیول شوې وه.

څارنوالانو ویلي دي چې هغوی غلا شوې پیسې په دې ډول انتقالولې چې په افغانستان کې به یې د امریکا د پوځ له پستي دفتر څخه پستي چیکونه اخیستل او خپلوانو ته به یې په پست کې نغدې پیسې استولې او یا به له ماموریت څخه تر راستنیدو وروسته له ځانه سره پیسې وړلې.

کله چې په لومړي ځل له هغوی څخه د دغو پیسو په هکله پوښتنه وشوه، نو درواغ یې ویلي ول چې دغه پیسې یې په قمار کې ګټلي یا یې له متحده ایالاتو له ځانه سره افغانستان ته راوړي.

د څارنوالانو په خبره چمبر لېن په ټوله کې حد اکثر د ۱۵ کلن بند، ۵۰۰ زره ډالرو جریمې او د ۴۰۰۰۰ ډالرو غلا شوو پیسو د بیرته ادا کولو له ګواښ سره مخامخ دی.