1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

يوه آلماني د «کرونا ويروس د خپرولو» هڅه کړې؟

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

پوليسو په مونشن ښار کې يو سړی تر هغه وروسته نیولی چې پر انترنت یې د ريل د ټکټونو د ماشين د څټلو ويډيو خپره کړه. دغه تن ويلي چې غوښتل یې د کرونا ويروس خپور کړي.

https://p.dw.com/p/3ZxYf
Deutschland München U-Bahnhof Westfriedhof
انځور: picture-alliance/DUMONT Bildarchiv/T. Linkel

د مونشن ښار پوليسو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۰ م کال د مارچ ۲۳ نيټه) يو سړی د ريل د ټکټونو د ماشين د څټلو له کبله نیولی دی چې د کرونا ويروس د خپرولو ادعا یې لرله. دا خبر د آلمان زود دويچه څاېتونګ خپور کړی دی.

په هغه ويديوګانو کې چې دې ۳۳ کلن پر انترنت خپرې کړي دي، سړی هغه د تکتونو د اتومات او د برقي زينو د کټارو د څټلو په حال کې ليدلی شي. د فرانسې خبري آژانس د مونشن د پوليسو په حواله ويلي چې دغه سړي ادعا کړې چې غوښتل یې د کرونا ويروس نورو ته انتقال کړي.

دغه تن اوس په توقیف کې دی او خلکو ته د زيان رسولو د سختو تورنو سره مخامخ دی. د پوليسو يوې ویاندې ویلي دي چې د دغه سړي د کرونا ټيست لا په جريان کې دی او تر اوسه روښانه نه ده چې آيا هغه په رښتيا په دې ويروس اخته دی او که نه.

په آلمان کې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه محدوديتونه لګول شوي دي چې په هغه کې د ښوونځيو تړل، په عامه ځايونو کې تر دوو د زياتو کسانو پر راغونډيدو بندیز او داسې نور اقدامات شامل دي.

په آلمان کې تر اوسه (سه شنبې ماسپښینه پورې) د کرونا ويروس کابو ۲۹ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي او ۱۲۳ تنو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: