1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان؛ په يوه ترافیکي پېښه کې ۱۵ مهاجرو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۰ آبان ۲۸, جمعه

د یونان د چارواکو په وینا د دغه هیواد په شمال کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه مهاجر مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي. پېښه پر يوه لويه لار هغه مهال رامنځ ته شوې چې موټر د موټروان له کنتروله وتلی.

https://p.dw.com/p/43E6s
Griechenland Autobahn mit Schild Komotini
انځور: picture-alliance/AA/A. Mehmet

د یونان پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې دغه موټر چې پکې ۱۵ مهاجر سپاره ول د دغه هيواد په شمال کې د تسالونیکي ښار پر لور د حرکت په حال کې وو.

د پولیسو په خبره دغه موټر په ډیر سرعت سره د حرکت په حال کې وو او کله چې موټر چلوونکي غوښتل له عمومي لارې ووځي، کنترول یې له لاسه ورکړ او په یوه تم ځای کې له کانتینرونو سره وجنګید.

د پولیسو په خبره د دغه ترافیکي پېښې په ټپیانو کې څلور پاکستانیان، یو افغان، دوه نیپالیان او موټروان شامل دی. پولیس په دې نظر دي چې موټر چلوونکی احتمالا قاچاقبر وو. ټپیان د یونان په شمال ختیځ کې د زانتي او کموتیني ښارونو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

په مړو شوو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده. د پولیسو په خبره لا تر اوسه پوري لا په پېښه کې د مړو شوو کسانو هویت معلوم نه دی.

یونان د غیرقانوني مهاجرت په یوه مشهور مسیر کې قرار لري او هغه مهاجر چې په آسیا، منځني ختیځ او افریقا کې له بې وزلۍ او شخړو تېښته کوي، هڅه کوي چې د یونان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.

مهاجر زیاتره وخت له لنډې خو خطرناکي سمندري لارې کار اخلي، څو د ترکیې له سواحلو د یوان ټاپوګانو ته ورسیږي. ځینې یې بیا هڅه کوي چې د ترکیې او یونان تر منځ د ځمکني سرحد څخه چې سخت څارل کیږي تیر شي.