1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما يووار بيا په افغانستان کي د اوربند غوښتنه کړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

په افغانستان کي تر وروستيو خونړيو بريدونو وروسته يوناما يووار بیا پر ټولو اړخونو ږغ کړی دی چي اوربند وکړي. ملگرو ملتونو په افغانستان کي د تاوتريخوالي او ملکي تلفاتو د ډيرښت په اړه اندېښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/3cRsm
Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د ماموريت (يوناما) مشري ديبورا ليونز د سه شنبې په ورځ په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي: «زه د جگړې د درولو او هغه بشردوستانه قانون د دراناوي غوښتنه کوم چي د ملکي وگړو ساتنه کوي.»

يوناما په اپريل مياشت کي د تاوتريخوالي او ملکي تلفاتو د ډيرښت په اړه شکايت کړی دی. د دوی په حواله په اپريل مياشت کي د ۲۰۸ ملکيانو د وژل کيدو مسئوليت د طالبانو او ۱۷۲ کسانو دا د افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه دی.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ماموريت (يوناما) د معلوماتو له مخي د تيرکال دغه وخت ته په کتو سره سږکال په اپريل مياشت کي د ملکي وکړو تلفات تر هغه ډير زیات سوي دي.

يوناما په افغانستان کي د داعش له خوا بريدونو د ډيريدو په اړه هم انديښنه ښوولې ده.

تيره اوونۍ په ننگرهار کي د جنازې په مراسيمو کي د چاودني پړه داعش ډلي پر غاړه واخيسته. خو په کابل کي د يوه روغتون د زېږنتون پر څانگه باندي د بريد پړه نه وسله والو طالبانو او نه هم داعش منلې ده.

افغان حکومت په کابل کي پر روغتون د بريد پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او ولسمشر غني تر دغه بريد وروسته د طالبانو پر وړاندي د تعرضي عملياتو د پيل اعلان وکړ.

خو وسله والو طالبانو پر روغتون بريد رد کړ او د افغان امنيتي ځواکونو د تعرضي عملياتو پر وړاندي ئې د هر ډول تياري خبر ورکړ.

په دې منځ کي بيا د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د افغانستان له پاره د دغه هيواد ځانگړی استازی زلمی خليلزاد د طالبانو له استازو سره د ملاقات له پاره دوحې ته تللی، څو په افغانستان کي تاوترخوالی لږ او د سولي په خبرو اترو کي پرمختگ وسي. خليلزاد به تر دوحې وروسته کابل ته سفر وکړي.

(n.z/b.s(Reuters,dpa