يو شمېر بهرنيان د افغانستان تابعیت غواړي
۱۳۹۲ فروردین ۲۸, چهارشنبهامیر حمزه حلیموف شل کاله دمخه خپل هيواد تاجیکستان پریښود او افغانستان ته راغی. هغه په دې موده کې د نورو ټولو افغانانو په شان جگړه زغملې ده. کله چې په افغانستان کې جگړه ډیره سخته شوه، هغه پېښور ته گډوال شو او د حالاتو له آرامیدو سره سم، بیرته افغانستان ته ستون شو.
حلیموف اوس له خپلو دوو زامنو سره په یوه وړوکې خونه کې ژوند کوي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ورته ورکړې ده. هغه وایي چې په افغانستان کې د گډوالۍ د قانونه د نه شتون له کبله اوس په بې سرنوشتۍ کې ژوند کوي.
دغه تاجیک پناه غوښتونکی وایي: «تر اوسه پوري دلته قبول شوي نه یو. موږ ته یې کار نه دی راکړی. تر اوسه پوري به د کډوالو وزارت موږ ته اعاشه راکوله، خو اوس هغه هم قطع شوې ده. موږ اوس له دکانونو او مغازو پور اخلو او د ځان له پاره ډوډۍ برابروو.»
د حلیموف د کورنۍ یوه برخه په تاجیکستان کې ژوند کوي خو هغوی نه شي کولای چې له یو بل سره د تلیفون له لاري ارتباط ونيسي. حلیموف وایي چې که خپل هیواد ته ستون شي نو ژوند یې سل په سلو کې له گواښ سره مخامخیږي. حلیموف په تاجیکستان کې د کمیونستي حکومتونو پر ضد مبازره کړې ده.
سرگردان او بې سرنوشته
حلیموف وایي چې د تابعیت د نه لرلو له کبله له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان دی. هغه زیاتوي: «شپږ کاله کیږي چې د عدلیې وزارت، کورونیو چارو وزارت، UNHCR، جمهوري ریاست، او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ سرگردانه یم.»
د افغانستان د کډوالو وزارت وایي چې اوس مهال په دې هیود کې د ایران، تاجیکستان، چین، پاکستان، بنگله دیش او عراق ۱۵۰ تنه وگړي ژوند کوي چې غواړي د افغانستان تابعت ترلاسه کړي.
د کشمیر خپلواکي غوښتونکي، د چین مسلمانان او تاجیک جنگیالي هغه کسان دي چې نه غواړي په هیڅ حالت کې هم بیرته خپلو وطنو ته ستانه شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د بشردوستۍ د حس له مخې یې اوس څلورو تنو پناه غوښتونکو ته په خپل مېلمستون کې ځای ورکړی دی. حلیموف، دوه زامن یې او یو تن ایرانۍ اوس په دې مېلمستون کې اوسیږي.
د حلیموف دوه زامن په حبیبیه لیسه کې درس وایي. خو هغوی په ډیرو سختو شرایطو کې وخت تیروي. له دې کبله چې حلیموف او زامن یې د افغانستان تذکرې نه لري، نو هغوی نه شي کولای چې کار پیدا کړي.
د تابعیت د قانون نه شتون
اوس افغانستان د تابعت قانونه نه لري. د دې هیواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي چې اوس هغوی د دې قانون د مسودې د جوړولو په حال کې دي.
د افغانستان د کډوالو وزارت ویاند اسلام الدین جرات، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د پناهنده گۍ پر قانون باندې کار په شدت سره دوام لري. موږ هیله لرو چې دغه قانون به پاس شي او موږ وشو کولای چې د گډوالو وزارت په چوکاټ کې د پناهنده گانو ریاست جوړ کړو.»
جرات وایي چې د قانون د نه شتون له امله د کډوالو وزارت د پناه غوښتونکو د کارونو د تنظیم له پاره یوه مشخصه تگلاره نه لري. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې مخکې څلورو ایراني وگړو ته د افغانستان تابعت ورکړ.
دغو څلورو کسانو د طالبان د واکمني د تابعیت د قانون شرایط پوره کول. خو اوس افغان چارواکي وایي چې د طالبانو د واکمنۍ قوانین نور نه پلې کیږي او باید د پناه غوښتونکو له پاره نوی قانون رامنځ ته شي.
د دریم هیواد تابعیت لرل
ښاغلی جرات وایي چې په افغانستان کې پراته پناه غوښتونکې غواړي چې له دې هیواد څخه دریم هیواد ته گډه شي. هغه زیاتوي: «ډیر شمیر پناه غوښتونکي د یوه دریم هیواد تابعیت غواړي. له دې کبله چې هغوی افغانستان ته په اسانۍ سره راتلای شي، هغوی دلته راغلي او بیا یې په UNHCR کې د پناهنده گي عریضه ورکړې ده.»
په یو شمیر هیوادونو کې پناه غوښتونکې اجازه لري چې د خپل هیواد د رژیم پر ضد سیاسي فعالیتونه وکړي، خو په افغانستان کې لا تر اوسه پوري هغوی ته دغه ډول اجازه نه ده ورکړل شوې.
ښاغلی جرات په دې اړه وایي: «دوی اوس دلته په موقت ډول ژوند کوي او له دې کبله نه شي کولای د خپل هیواد د حکومتونو پر ضد فعالیت وکړي. په نوي قانون کې به دا خبره مشخصه شي چې آیا هغوی ته د دې کار اجازه ورکول کیږي او که نه.»
هغه پناه غوښتونکي چې افغانستان ته راغلي دي د خپل برخه لیک د روښانه کیدو غوښتنه کوي. هغوی د ژوند له پاره مشخص ځای نه لري او دې ته په تمه دي چې د قانون تر تصویبیدو وروسته، هغوی د افغانستان تابعیت ترلاسه کړي.