1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو روسی ميلیارډر تر خپل تابعیت تېر سوی دی

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

روسی بانکدار او معامله ګر، اولیګ ټینکوف د خپل روسي تابعیت څخه تير سوی دی.

https://p.dw.com/p/4IupI
Oleg Tinkov mit Tinkoff-Bier
انځور: Fadeichev Sergei/Tass/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي هغه پخپل انستاګرام کي لیکلي دي، دغه تصمیم یې په دې خاطر نیولی دی چي نه غواړي د یوه فاشیستي هیواد سره ارتباط ورکړل سي، کوم چي د سوله ایز همسایه هیواد په مقابل کي یې جنګ شروع کړی او هره ورځ بې ګناه خلګ وژني.

هغه همدارنګه امیدواري ښکاره کړې ده چي ډېر روسي معامله ګران به د ده لار  تعقیب کړي، تر څو په دې وسیلې سره جمهوررئیس ولادیمیر پوتین ضعیفه او بلاخره غلبه ورباندي حاصله سي.