ویستر ویله ترکمنستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې کوي
۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبهترکمنستان د نړۍ یو پر څلومه برخه طبیعي ګاز لري. د دغه هیواد نفوس هم د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په زیاتیدو دی. اوس ترکمنستان د پنځو څخه تر اوو میلیونو پوری نفوس لري. په دغه هیواد کې بیا د بشري حقونو حالت دومره د ډاډ وړ نه دی.
د ترکمنستان جمهور ریس غواړي د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې یو وار بیا ځان د دغه هیواد ولسمشرۍ ته کاندید کړي. محمدوف ۵۴ کاله عمر لري چې د پخواني جمهور ریس، ظفرمراد نیجاسوف، وروسته یې د ترکمنستان ولسمشرۍ پر غاړه واخیسته. نیجاسوف یو حزبه سیستم رامنځته کړی ؤ، او په دغه هیواد کې یې د اوپرا او تیاتر پر نندارو باندی بندیز لګولی ؤ. همدارنګه هغه د کال میاشتې د خپلې کورنۍ د غړو په نامه نومولې وې او د هیواد په سطحه یې د ځان د پاره طلایی مجسمې جوړی کړې وې.
په ۲۰۰۶ کال کی د نیجاسوف تر مړینی وروسته بیردی محمدوف تیاتر او اوپرا ته یو ځل بیا د فعالیت اجازه ورکړه او د میاشتو نومونه یې هم پخواني حالت ته تبدیل کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه په ترکمنستان کې د بشرې حقونو په اړه اندیښنه لري. ویستر ویله به د دغه هیواد په پایتخت، عشق آباد، کی د بشری حقونو په هکله یوې غونډې کی برخه واخلي.
ترکمنستان باید د «ناپوکو» په نامه د ګازو په پایپ لاین پورې وصل سي. د دغه پایپ لاین د جوړېدو په هکله به د پخوانی شوروی اتحاد بل جمهوریت آذرباییجان پریکړه وکړي. دغه پایپ لاین باید تر ۲۰۱۷ کاله پوری د اتو میلیارده یورو په ارزښت جوړ سي.
د ویستر ویله د سفر موخه د دسمبر د میاشتې په پیل کې د افغانستان په هکله د بن د کنفرانس د پاره د آمادګۍ موضوع هم وه. ترکمنستان د افغانستان سره ۷۵۰ کیلومتره سرحد لري. د بن په کنفرانس کې به یوه موضوع دا وي چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به همسایه هیوادونه په افغانستان کی د ثبات په راوستلو او د دغه هیواد په اقتصادی پرمختګ کی څه ډول رول ولوبوي.
آژانسونه/ ګل غوټې پوپل
کتونکی: مسعود جهش