1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ویرات کوهلي او نوین الحق جریمه شول

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

ویرات کوهلي او نوین الحق جریمه شول

https://p.dw.com/p/4Qnnd
Indien, Kolkata | IPL Cricket | KKK - RCB
انځور: Bikas Das/AP/picture alliance

د هند د کرېکټ وتلی ستوری ویرات کوهلي، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ م کال د می لومړۍ نېټه) تر لوبې وروسته، د هندوستان د ملي ټيم له پخواني غړي ګوتم ګمبهير، سره د لفظي شخړې وروسته جریمه شو. آی پي ال وايي له دواړو لوبغاړو د لوبې ټوله یعنه سل سلنه حق الزحمه بیرته اخیستل کیږي. افغان لوبغاړی نوین الحق هم د لوبو د قوانینو د نقض په دليل بیا جریمه شوی او د لوبې ۵۰ سلنه حق الزحمه ترې اخیستل کیږي.

په خپرو شوو وېډيوګانو کې ليدل کيږي چې نوین الحق او کوهلي تر لوبې وروسته په خپلو کې سره تند الفاظ تبادله کوي. د دوشنبې ورځې دغه لوبه د کوهلي د رایل چلینجر بنګلور (LSG) او د لکنو سوپر ګیانټس (RCB) تر منځ وه چې د کوهلي ټيم د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.

په بیګ باش لیګ کې له فاروقي سره قرارداد لغوه شوی

دا د هندوستان د غوره لیګ یا آی پي ال په روان سیزن کې دوهم ځل دی چې ویرات کوهلي جریمه کيږي. هغه تېره میاشت د چنایي سوپر کینګز په مقابل کې تر ماتې وروسته د خپل چلند په خاطر د خپلو لوبو پر لس سلنه فیس جریمه شوی وو. 

د فرانسې خبري آژانس چې له نوي ډيلي نه ېې رپوټ ورکړی د افغان لوبغاړي نوين الحق په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.په خټه افغان د هند نامتو کریکټ لوبغاړی سلیم دراني ومړ
ویرات کوهلي د سه شنبې په ورځ پر انستاګرام د یو مرموزه پُست په کولو د روم د نامتو امپراتور او فیلسوف نقل کړی: «هر هغه څه چې موږ اورو یو نظر دی نه یو واقعیت. هر څه چې موږ وينو یو لیدلوری دی نه حقیقت.»

۳۴ کلن کوهلي که څه هم په عصري کريکټ کې د غښتلو توپوهنکي څخه یو دی، خو د بنګلور ټيم تر اوسه د آي پي ال اتلولي نه ده ګټلې.

 

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟