ويتنام: له رژيم سره مخالفت عقلي عصبي ناروغي ده
۱۳۸۵ دی ۷, پنجشنبهد ويتنام ډيموکراتيک گوند ډي پي وي ته د دولتي ادارولخوا د فعاليت اجازه نده ورکړشوې. د ډي پي وي بنسټ د روان ميلادي کال د جون په مياشت کې د حکومت د مخالف هوانگ مين » چين « لخواکيښوول شو او د څوگوندي ډيموکراتيک سيستم او د بشر د حقوقو د درناوي لپاره مبارزه کوي. ځکه نو د روان کال د لړم د مياشتې په يولسمه نيټه ويتنامي پوليس بوي تي کيم » تن «، سباون مهال، د هو چي مين په ښارکې د هغې په کورکې ونيوله او د هغې له رضايت پرته يې د بين هوا په عقلي عصبي روغتون کې بستري کړه.
د مخالفينو خوله تړل
ويل کيږي چې بوي تي کيم » تن « ته د يوه نامعلوم درمل پيچکاري ورکړشويده چې، د هغې له کبله نوموړې نور خبرې نشي کولای. د » تن « د بستري کيدو لپاره هيڅ کوم طبي دليل نشته. داسي گمان کيږي چې دولتي ادارې پدې توگه، د ويتنام ډيمکراتيک گوند ته د بوي تي کيم » تن « د فعاليت له کبله، هغې ته سزا ورکوي.