1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ولې په خوست کې یو شمېر کلینیکونه او درملتونونه تړل کيږي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ دی ۱۶, پنجشنبه

د خوست روغتیایي مسؤلین خبر ورکوي چې په دې ولایت کې یې د روغتیایي سیکتور د معیاري کولو لپاره هڅې پیل کړې دي. په دې لړ کې یو شمېر معاینه خانې او هغه درملتونونه تړل شوې دي چې وخت تېر درمل یې پلورل.

https://p.dw.com/p/45CkH
Medizin Ausstellung in Kabul
انځور: DW/Hussain Sirat

په خوست کې د خلکو له لورې  په شخصي کلینیکونو کې د ناروغانو د ناسم تشخیص او تداوۍ او دغه راز د بې کیفیته درملو شکایتونه ډېر دي، خو د خوست عامې روغتیا ریاست په دې اړه د اقداماتو خبر ورکوي.

د خوست عامې روغتیا مسؤلین وايي چې په تېرو دوو اونیو کې یې په لګسونه هغه کلینیکونه او درملتونونه تړلې دي، چې د فعالیت جوازونه یې نه لرل او یا یې بې کیفیته او وخت تېر درمل پلورل.

د خوست لپاره د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست صاحب ګل خالد دویچه ویله ته وویل چې یو روغتیایي ټیم یې له امنیتي ځواکونو سره کوڅه په کوڅه ګرځي او پلټنه کوي، چې بې جوازې کلینکونه، معاینه خانې او وخت تېر درملو درملتونونه ور وتړي.

نوموړی وایي چې ځیني یې د لنډ مهال لپاره تړل شوي او ځينې یې بیا په دایمي توګه بند کړي.

هغه وویل: «موږ د روغتیا ریاست یو ټيم ګمارلی. دغه ټیم هره ورځ ښار کې ګرځي او د کلینیکونو، ډاکټرانو او درملتونونو پلټنه کوي. تر اوسه مو شا او خوا سل پورې داسې کلینیکونه يا د ډاکټرانو معاینه خانې تړلې چې روغتیایي اسناد یې نه لرل او هغه دواخانې مو هم تړلې چې بې جوازه وې او وخت تېر درمل یې پلورل.»

د خوست عامې روغتیایي سرپرست زیاتوي، په دې ولایت کې د یو شمېر ډاکټرانو او درمل پلورونکو له لورې له  خلکو او ناروغانو سره ډېر زیاتی شوی او له دې وروسته به هیڅوک په طبي برخه کې سرغړونو ته پرینږدي.

د خوست یو شمېر اوسیدونکي د عامې روغتیا ریاست د دې هڅو هر کلی کوي.

د خوست یوه اوسیدونکي عرفان الله دویچه ویلې ته وویل، په  دې ولایت کې یو شمېر ډاکټران شته، چې د یوې برخې متخصصين دي، خو په ټولو ناروغیو کې ناروغانو تداوي کوي. د هغه په خبره دا ډول تداوي د روغتیا پر ځای ناروغان لا پسې ناروغوي.

 نوموړي وویل: «دلته ځینې ډاکټران هرکاره دي، په ټولو طبي رشتو کې پوهیږي، ناروغ ته درمل ورکړي خو ناروغ ښیګڼه نه لري. دا ډاکټران چې خپل غریب او ناروغ ولس سره زیاتی کوي باید معاینه خانه یې ور وتړل شي، موږ د دغه اقدام هر کلی کوو.»

په افغانستان کې د بې کيفيته درملو ستونزه

د خوست یوه بل اوسیدونکی ګل الرحمن  دویچه ویله ته وویل، ځینې کسان ډاکټران نه دي او یوازې د طبي علومو انسټیټیوټ په لوستلو سره یې کتنځایونه خلاص کړي او ځینې فارمیسستان په درملتونو کې ناروغان معاينه کوي.

نوموړی وایي: «يوه نرسه پیژنم چې د قابلګۍ دوه کلن کورس یې لوستی دی خو معاینه خانه یې پرانیستي او ولادي ناروغانې ګوري، دا په یوه وخت دوو انسانانو له ژوند سره لوبې کول دي. مور او د مور نس کې ماشوم. یو بل کس پېژنم فارمسي یې لوستې خو په درملتون کې ناروغان ګوري. دا څه ډول طب دی او دا څه ډول انسانیت دی، دا دوکانونه باید وتړل شي.»

په خوست کې یوه ستره ستونزه او اندیښنه د بې کیفیته او وخت تېرو درملو ده، چې د یو شمېر کلینیکونو او درملتونونو کې پلورل کیږي.

د خوست اسماعیل خېلو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي رحیم الله دویچه وویل چې یو شمېر ډاکټران تر ټولو ټيټ کیفیته درمل کاروي او دا د درملو کمپنۍ سره شریک دي، د درملو کمپنۍ دغه ډاکټرانو ته د ډالۍ  په نوم پیسې او له هېواده بهر چکري سفرونه برابروي.

 نوموړی وایي: «خوست کې بې حسابه پاکستانۍ د درملو کمپنۍ دي. ډاکټران کمپنیو سره خبرې کوي، چې ارزانه درمل د معیاري درملو په نښان سره ورته جوړه کړي. ډاکټر چې څومره بې کیفیته دوا ډېره پلوري، همدومره کمپنۍ ډاکټر ته پیسې او امتیازات ورکوي.»

خو د خوست لپاره د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست صاحب ګل خالد وایي، دوی په خپلو اجراتو کې جدي دي او د خوست روغتیایي سیکتور به فساد او بې عدالتۍ ختموي او هر ډاکټر باید په ژمنتيا او صداقت سره روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

نوموړی خوست ته د بې کیفیته درملو د واردولو په اړه زیاتوي چې په ګمرکونو کې یې روغتیایي کسان ګمارلي او له پاکستان واردونکي ټول درمل کنټرول او ارزول کیږي.

زموږ له آرشيف څخه: