1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ولې په ایران کې د مارشال دوستم د ګوند استازی نیولی شوی؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۲, دوشنبه

د ملي جنبش ګوند مرستیال تائیدوي چې د جوزجان پخوانی والي او د مارشال دوستم د امنیتي ټیم پخوانی مسئول هاشم رئیس په ایران کې پولیسو نیولی دی. د معلوماتو له مخې هغه اوس په زندان کې دی.

https://p.dw.com/p/49n8I
Iran Polizei in Teheran
انځور: Marco Hadem/dpa/picture alliance

یو شمیر ایراني رسنیو د «مشرق نیوز» په نامه د ایرانۍ انترنتي رسنۍ په حواله رپوټ ورکړی دی چې د جوزجان ولایت پخوانی والي هاشم رئیس د ایران پولیسو نیولی دی او اوس په زندان کې د بند شپې او ورځې سبا کوي.

د یادې ایرانۍ رسنۍ په حواله، هاشم رئیس چې تر دې وړاندې یې د مارشال دوستم د امنیتي ټیم مسوولیت هم پر غاړه درلود، په ایران کې د سرتیرو د جلب او جذب په جرم نیول شوی دی.

تر دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې د «اینډیپینډینټ فارسي» په نامه یوې رسنۍ هم په خپل یوه رپوت کې لیکلي ول چې د تیر کال د حوت میاشتې په وروستیو کې هاشم رئیس د ایران د سپاه پاسدران د ځواکونو له لوري په تهران کې نیول شوی او زندان ته اچول شوی دی.

هاشم رئیس د مارشال دوستم د ملي جنبش ګوند غړی دی او د جوزجان ولایت د مقام ترڅنګ یې د یوې مودې له پاره د مارشال دوستم د امنیتي ټیم مسئولیت هم پر غاړه درلود.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق، له دویچه ویله سره په خبرو کې په ایران کې د هاشم رئیس نیول کیدل او زنداني کیدل تائیدوي. هغه دویچه ویله ته وویل: «هاشم رئیس د جنبش ګوند د استازي په توګه تر روژې میاشتې دوې اونۍ وړاندې ایران ته تللی وو او ایران ته تر رسیدو دوه ورځې وروسته د ایران د اطلاعاتو سازمان ته د ناسمو معلوماتو پر بنیاد نیول شوی او تر اوسه پورې په بند کې دی. ایراني چارواکو یې دلیل هم نه دی ویلی.»

قرلق هغه راپورونه چې ګواکې هاشم رئیسې د اوکراین د جګړې له پاره په ایران کې جنګیالي جلب او جذب کول، رد کړل او ویې ویل: «هغه راپورونه چې ګواکې د اوکراین د جګړې له پاره یې سرتیري جذبول، اصلاً منطق نه لري او کاملاً بې اساسه دي.» هغه ادعا کوي چې هاشم رئیس احتمالاً د ناسمو معلوماتو او د سیاسي رقیبانو د تبلیغاتو په نتیجه کې نیول شوی دی.

د رپوټونو پر اساس، ایراني پولیسو د هاشم رئیس له کور څخه په لسهاوو زره امریکايي ډالر هم نیولي دي خو د جنبش ګوند مرستیال بیا دغه خبر ردوي او وايي چې ښاغلي هاشم رئیس له ترکیې څخه ایران ته د سفر پرمهال دوه یا درې زره امریکايي ډالر له ځانه سره درلودل.

د عبدالله قرلق د معلوماتو له مخې، هاشم رئیس د جنبش ګوند د رسمي استازي او له ایراني چارواکو سره د همغږۍ په پایله کې دغه هیواد ته سفر کړی وو او ایران ته د تګ هدف یې هم په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي یاده شوې وه. ایراني چارواکو تر اوسه پورې په رسمي ډول د هاشم رئیس د نیول کیدو او د دلیل په هکله څه نه دي ویلي او په دې هکله یې تبصره هم نه ده کړې.