1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د سولې پر تړون سربیره هم ملکي تلفات رامنځ ته کيږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې جګړو تر ۵۰۰ ډير ملکي افغانان وژلي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان د سولې په بهیر کې ستونزې رامنځ ته شوې دي.

https://p.dw.com/p/3bTr6
Afghanistan Explosion in Kabul
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

اتلس کلنه بي نظیر،چې روانې جګړې بې پلاره کړې د جګړې ښکېلې غاړې د «ولس وژونکي» بولي.

نوموړې دویچه ویله ته وویل چې پلار یې په میدان وردګ ولایت کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی: «د زندانیانو خوشې کول یوه تېروتنه ده. طالبان له جګړې لاس نه اخلي دا ډله سولې ته ژمنتیا نه لري. هره ورځ خلک وژني؛ هغه که امنیتي ځواکونه وي او یا هم ولسي خلک.»

په افغانستان کې د ملګرو د ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما تازه راپور ښيي چې د۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۵۳۳ ولسي وګړي وژل شوي او۷۶۰ نور ټپیان دي. د یوناما په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۲۷مه نیټه) خپور شوی د ۵۵ سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسؤل د دولت مخالفې وسله والې ډلې بلل شوي.

په راپور کې راغلي دي: «د ۳۹ سلنه ملکي تلفاتو مسئولیت طالبانو، ۱۳سلنه د داعش خراسان څانګې او پاتې نور یې د دولت ضد ناپیژندل شویوعناصرو ته راجع دی.»

د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله په هدفي وژنو او له پلټنو پرته صحرایی اعدامونو کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی. د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لینز، د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې اوربند وکړي او ټولې هڅې دې له کرونا ویروس سره پر مبارزې ورټولې کړي.

هغې زیاته کړه: «په افغانستان کې د بې شمیره ملکیانو د ژوند خوندیتوب او د ښه راتلونکي په اړه ملت ته د هیلې ورکولو له پاره اړینه ده، چې تاوتریخوالی په اوربند سره ودرول شي او د سولې خبرې پیل شي.»

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي چې د سولې خبرو په درشل کې د ولسي تلفاتو وروستی راپور خورا خواشینونکی دی. د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل، دویچه ویله ته وویل چې د جګړې ښکېلې غاړی باید د ولسي مرګ ژوبلې دې مخنیوي په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ودریږي: «له یوې خوا د سولې خبرې، له بل لوري د جنګي اسیرانو تبادله روانه ده، له بلې خوا د روژې مبارکه میاشت او د کرونا وبا نړېواله پدیده چې افغانستان یې هم قرباني دی؛ خو بیا هم په دومره لویه کچه ملکي تلفات ځورونکې او د اندېښنې وړ دي. دا ولس ته، مونږ ته، نړېوالو ته او هیچا ته د منلو نه ده.»

ښاغلي لعل پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د جګړې پر ښکېلو غاړو فشار راوړي چې د ولسي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي. دی زیاتوي چې حکومت هم مسئول دی چې جنګي مجرمین ونیسي او سزا ورکړي.

په افغانستان کې داسې مهال د جګړو اصلي قربانیان ولسي وګړي دي چې د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نیټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.

سیاسي شنونکي عبدالقاد هوتخېل، دویچه ویله ته وویل چې د سولې په بهیر کې جګړې ته زور ورکول په دې معنی ده چې طالبان د نورو په اشاره جګړه اوږدوي خو قربانیان یې افغانان دي.

هغه زیاته کړه: «په دې کې هیڅ شک نه شته چې دلته پاکستان لوبه کوي، ځکه له یوې خوا د سولې خبرې کوي له بل لوري یې طالبان دې هڅولې چې جګړې ته شدت ورکړي. زما په نظر دلته لویه موخه دا ده چې د سولې بین الافغاني خبرې ونه شي.»

افغان حکومت او ډیر شمیر کارپوهان پاکستان له طالبانو څخه په ملاتړ او د افغانستان د سولې په بهیر کې د دوه مخې سیاست په تعقیبولو تورنوي خو پاکستان تل دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې یې سوله او ثبات د ملي امنیت په ګټه دی.

اسماعیل شاکر/کابل