1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د افغانستان محصولات د پاکستان په نوم صادریږي؟

۱۴۰۱ تیر ۱۵, چهارشنبه

بعضي کتونکِ تور لگوي چې د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته د افغانستان ډیر صادراتي اقلام د پاکستان په نوم صادریږي. څیړونکي دغه وضعیت «اقتصادي استعمار» بولي.

https://p.dw.com/p/4Djo0
Pakistan Afghanistan Nachschubroute für NATO geöffnet Khyber Pass
انځور: dapd

په تر ټولو تازه مورد کې د افغانستان د سوداګري او پانګونې خونې ویلي دي چې د هوایي دهلیزونو له تړل کیدو سره، د افغانستان جلغوزې اوس نړیوالو بازارونو ته د پاکستان د محصولاتو په نوم صادریږي.

د غالیو، ګلمونو او وچو میوو په ګډون د افغانستان ډیر محصولات نړیوالو بازاونو ته د هوایي دهلیزونو په مرسته صادریدل. خو دغه مسیرونه د طالبانو په لاس د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته وتړل شول.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد سید مسعود، دویچه ویله ته وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت تر سقوط وروسته، پاکستان په ښکاره ډول په ټیټه بیه د افغانستان د محصولاتو د ترلاسه کولو هڅې کوي. هغه وویل: «تر جمهوریت وروسته، پاکستان په لا ښکاره توګه د افغانستان بازارونه چوروي.»

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مشر نور احمد نوري، افغانستان د پاکستان له لارې پرته، نړیوال بازارونو ته د رسیدو بل امکان نه لري. هغه وویل: «ایران او ترکیې ته پروازونه شته خو په دغو پروازونو کې سوداګریز توکي نه لیږدول کیږي.»

هغه وویل چې اوس مهال د افغانستان له ۹۵ سلنه څخه ډیر صادرات د پاکستان له لارې ترسره کیږي. دغه سوداګریز توکي په پاکستان کې بسته بندي کیږي »او په ډیر احتمال بیا نړیوالو بازارونو ته عرضه کیږي«.

Pinienkern-Ernte in Afghanistan
انځور: DW/F. Zahir

د سید مسعود په خبره افغانستان نه شي کولي د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو له کبله د خپلو بانکونو او نړیوال مالي مارکیټ له لارې راکړه ورکړه وکړي او »له همدې کبله پاکستاني سوداګرو د دې فرصت موندلی دی چې د افغانستان محصولات پاکستان ته یوسي او د خپل هیواد په نوم یې صادر کړي.«

مسعود وویل: «کله چې د افغانستان له حسابونو په نړیوالو بازارونو کې سوداګریزې معاملې ممکنې نه وي، نو سړۍ د نورو لټولو ته اړیږي. د افغانستان له پاره دغه لار اوس د پاکستان لار ده. ایران پخپله له بندیزونو سره مخامخ دی او دا کار نه شي کولی. ازبکستان هم دغه کار نه کوي.»

د سید مسعود په خبره کله چې د افغانستان سوداګریز توکي د پاکستان په نوم نړیوالو بازارونو ته عرضه کیږي نو افغان سوداګر کمه فایده ترلاسه کوي. مسعود روښانه کړه چې له دې سره نو افغان کارګر د ډیر کم معاش په بدل کې د غالیو او ګلمونو په څیر محصولاتو تولیدولو ته اړیږي.

د دې وضعیت یوه بیلګه پاکستان ته د افغانستان د زغالو صادرات دي. د طالبانو چارواکي وايي چې پر افغان سوداګرو باندې یو ټن زغال د څلورو زرو افغانیو په بدل کې پلوري او سوداګر بیا دغه زغان پر پاکستان په ۲۵۰ ډالرو خرڅوي. دا په داسې حال کې ده چې په نړیوال بازار کې د یوه ټن زغالو بیه ۴۵۰ ډالره ده. طالبانو څو ورځي تر مخه وويل چي د سکرو قيمت يې ۲۰۰ ډالره في ټن ته جگه کړېده.

سید مسعود وویل چې په پخوا هم یو شمیر پاکستاني سوداګرو په افغانستان کې پانګونه کړې وه او د دې هیواد محصولات یې د پاکستان په نوم نړیوالو بازارونو ته رسول خو د هغه په خبره اوس دغه کسان په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو له کبله دا کار په لا ډیرې آزادي سره کوي.

Afghanistan Teppiche
انځور: Wakil Kohsar/AFP

اقتصادي استعمار

سید مسعود وویل چې د افغانستان بانکونه د بندیزونو له کبله په نړیوال مالي بازار کې راکړه وکړه نه شي کولی. هغه زیاته کړه همدا اوس نزدې ۵۰۰۰ کارخاني له بندې شوې دي چې له کبله یې د افغانستان د بازار د «چپاول» له پاره یو ښه فرصت رامنځ ته شوی دی.

مسعود روښانه کړه چې پاکستان په خپل پولي واحد له افغانستان څخه د محصولاتو په اخیستلو سره یو ډیر «ظالمانه او مخربه» لاره خپله کړې ده او هڅه کوي چې پاکستاني کلداره د افغانۍ ځای ونیسي.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه وویل چې اوس د افغانستان په ډیرو بازارونو کې پاکستاني محصولات پلورل کیږي ځکه د افغانستان فابریکې نور د تولید توان نه لري. هغه زیاته کړه: «ټول بازارونه یې نیولي دي. پاکستاني محصولاتو د نورو ځای نیولی دی. دغه پخپله د استعمار یو ډول دی. نوی استعمار د اقتصاد له لاره کیږي.»

حسین سیرت