1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي ښځي تر نارينه وو ډير عمر لري؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

ښځي په اوسط ډول تر نارينه وو ډير ژوند کوي. د يوې نوې څيړنې په حواله دا پر حيواناتو هم صدق کوي. آيا د دې علت دادی چې په ټولو ژونديو موجوداتو کې نارينه جنس زيات خطر خوښوونکی دی؟

https://p.dw.com/p/3aMe1
Symbolbild Home Office | Arbeit in Zeiten von Corona
انځور: picture-alliance/PantherMedia/D. Cervo

په اوسط ډول ښځي تر نارینه وو شپږ يا اته کاله زيات عمر لري. لږ تر لږه هله چې ښه چلن ورسره وشي. ساينس پوهان له يو څه مودې راهيسې په دې خبره پوهيږي.

په څه شي چې موږ تر اوسه نه پوهيدو دا دي چې دا خبره پر ډيرو ځنګلي ژويو هم صدق کوي. دا د هغو څيړنو په پايله کې موندل شوې چې د نړيوالو څيړونکو يوې ډلې چې د »بات« پوهنتون د بيالوژي د برخې څيړونکي هم پکې شامل ول، ترسره کړې ده.

په ژويو کې د دواړو جنسيتونو ترمنځ دا توپير نور هم ډير دی. په څیړنه کې د شاملو ۶۰ ژويو په ۱۸ سلنه کې ښځينه د نارينه وو په پرتله زيات عمر درلوده. په انسانان کې بيا دا توپير ۸ سلنه دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د دې علت دا دی چې ښځې په بيالوژيکي لحاظه د روغتيا او عمر د اوږدوالي په برخه کې پر نارينه وو برلاسي دي او ډېرې په ګټه کې دي.

ايکس کروموسوم او استروجن

ښځې دوه ايکس کروموسوم (X chromosomes) لري، خو نارينه بيا يو ايکس کروموسوم لري. نارينه د دې دويم ايکس کروموسوم پر ځای(Y chromosome) لري.

په ايکس کروموسوم ځيني د معافيت اړوند جينونه کډ شوي دي. په دې کې ځيني هغه دي چې ځانګړي پاتوژن يا د ناروغيو عاملين پيژني او کولی شي په مقابل کې یې ايمني سيسټم پر کار واچوي. د استروجن هارمون چې ښځې یې د نارينه وو په مقابل کې په ډېر مقدار کې لري، هم محافظتي دنده لري.

ساينس پوهان اټکل کوي چې په ژويو کې هم همداسې ده او ښځينه ژوي د نارينه وو په مقابل کې لږ څه ډېر بيالوژيکي محافظت لري.

ډير خطر پر ځان منل
د فطرت له پلوه ورکړې شويو دې ګټو ته ښايي د ښکاره بې عدالتۍ په سترګه وکتل شي، خو دا ګټې يوازنی دليل نه دی چې ښځې د نارينه وو په پرتله اوږد ژوند کوي.

Der älteste Mann der Welt  Mbah Gotho Indonesien
د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د دې علت ښايي دا حقيقت هم وي چې ښځې ځان ډېر په خطر کې نه اچوي.انځور: picture-alliance/dpa/D.Husni

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د دې علت ښايي دا حقيقت هم وي چې ښځې ځان ډېر په خطر کې نه اچوي.

په بل عبارت ښځې په عمومي توګه د نارينه وو په پرتله کم سګريت او الکهول څکوي او په اصطلاح ډير لږ احمقانه نظرونه لري.

خو په ژويو کې بيا د ژوند لنډوالی د سګريتو او الکهولو د نه څکولو سره نه شو تشريح کولی. ساينس پوهان اټکل کوي چې د نارينه جنس ځانګړی چلن ښايي د دې يو علت وي.

څيړونکو موندلې چې زمرۍ د زمري په پرتله دوه چنده اوږد عمر لري. د دې څيړونکو له ډلې څخه د بات پوهنتون د تکامل د ملنر مرکز څخه تامس زيسکلی وايي: »زمرۍ په داسې يوه ډله کې ژوند کوي چې خويندې، ميندې او لوڼې يوځای ښکار کوي او يو پر بل پام کوي. خو زمريان بيا برعکس يوازې او يا له خپلو ورونو سره ګډ ژوند کوي او په دې توګه د ساتنې هغه ورته شبکه نه لري.«

په زندان کې اوږد ژوند؟

څيړونکي دا اټکل هم کوي چې د ښځو د اوږده عمر يو راز دا هم کيدلی شي چې نارينه د پلار په توګه د خپل مسئوليتونو د پوره کوله له پاره کلکله اداره ښيي. دا بيا ښايي هغه روغتيايي زيانونه چې ښځو ته د ماشومانو د تولد په ترڅ کې ور اوړوي، جبران کړي.

خو په دې برخه کې تر اوسه اټکلونه ډير دي او د عمر په اوږدوالي کې د تفاوت د اصلي علتونو د معلومولو له پاره دا ډير کار ته اړتيا ده.

بل قدم به داوي چې د هغو ژويو چې په بندو او محفوظو ځايونو کې لکه ژوبڼو او د ژويو په مرکزونو کې اوسي، د ژوند د مودې په اړه څيړنې وشي.

بايد وليدل شي چې آیا ټول په مخافظت کې ساتل شوي ژوي ډير ژوند کوي او که په يو ډول زندان کې اوسيدل هغوی په ژور خفګان اخته کوي او د هغوی د وخته مخکې مړينې باعث کيږي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: