1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

ولي په افغانستان کي د سيمه ايزو راډيوګانو اورېدونکي لږ شوي؟

۱۴۰۲ تیر ۱۵, پنجشنبه

په افغانستان کې د سیمه‌ ايزو راډیوګانو مسوولان وايي چې د نشراتي فعالیت ساحه يې تر پخوا محدوده شوې او د تفریحي پروګرامونو نشت ‌والي يې نشرات کم ‌رنګه کړي ‌دي.

https://p.dw.com/p/4STDW
Puli Khumri regional studio of Afghan public broadcaster
انځور: picture-alliance/dpa/S. Koszticsak

د افغانستان په اته ولایتونو کې د ځینو سیمه ايزو راډیويي شبکو مسئولان او کارکوونکي چې د ځينو تفريحی خپرونو د نشت ‌والي له امله يې، نشراتي ساعتونه کم کړي ‌دي.

ځینو دغو ژورنالیستانو چې د نوم له نشره ډډه کړې، ويلي دي چې ډېر کله تکراري پروګرامونه نشروي او پر سیاسي ګردي میزونو سربېره يې هنري، سندریزې او انتقادي خپرونې بندې شوي ‌دي.

راډيويي نشرات

طالبانو پر افغانستان د واک په لومړیو ورځو کې پر رسنيو نوي بندیزونه وضع کړل. د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۱ ماده ایزه اصولو کې، د نورو محدودیتونو ترڅنګ پر تفریحي خپرونو، موسیقۍ او سریالونو بندیز لګېدلی چې د کارکوونکو په وينا، راډيويي شبکو ډېره تکیه هم پر دغو خپرونو وه.

په کندهار کې د څانګې راډيو مسوول‌ مدیر اغاشېر منار، دویچه ‌ویله ته وويل، تر سقوط وروسته سیمه ایزو راډيوګانو په خپلو نشراتو کې د موسیقۍ ترڅنګ سیاسي ګردي میزونه او انتقادې خپرونې بند کړي دي.

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

منار وايي: «د اوس له پاره موږ په خپله راډیو کې اسلامي خپرونې، سپورټي خبرونه، روغتیايي او معلوماتي برنامې نشروو، تفریحي خپرونې بندې دي او ښځینه کارمندې نه لرو.» د ده په وينا د پخوا په څېر د خپرونو نه نشرولو له امله يې اورېدونکي کم شوي او اعلانات نه‌ شي ترلاسه کولی، ځکه خو له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په مزارشریف کې د "راډیو نهاد" مسئول مدیر سید محمد یزدان‌پرست، بیا وايي چې په تېرو ۲۱ میاشتو کې د رسنيو د خپرونو د محتوا او نشراتي پوښښ په برخه کې د پام وړ تغییرات راغلي دي.

د یزدان‌پرست په خبره، تازه مقرراتو رسنۍ اړاېستي چې پر نشراتي سکېجولونو او پروګرانونو بیا کتنه وکړي، څو د ده په وينا د خپلو اورېدونکو له غوښتنو سره سم خپرونې وړاندې کړای شي.

بله خوا په ننګرهار کې د مزل راډيو مسئول مدیر شاه محمود شینواری بیا یادونه کوي: «د محلي رسنيو ډېره تکیه پر تفریحي خپرونو وه، خو هغه خپرونې اوس نشته.»

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته پر رسنیو باندې هم بندیزونه وضع شوي دي او تر ډیره پورې د موسیقۍ اړوند پروګرامونه منع کړل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته پر رسنیو باندې هم بندیزونه وضع شوي دي او تر ډیره پورې د موسیقۍ اړوند پروګرامونه منع کړل شوي دي. انځور: DW/A. Behrad

شینواری په سیمه‌ ایزو راډيويي شبکو کې د ظرفیتونو کموالی بله ستونزه ګني چې، وکولای شي د تازه مقرراتو په پام کې نېولو سره، په نوې بڼه تفریحي خپرونې جوړې کړي.

اورېدونکي

په افغانستان کې د پخواني حکومت پر مهال، ټول ‌ټال ۳۰۹ راډيوګانو فعالیت درلود. د رسنيو ملاتړ ادارو د معلوماتو پر بنسټ، تر سقوط وروسته له دې ډلې تر سلو ډېرې راډيويي ‌شبکې تړل شوي ‌دي.

طالب ویاندیانو د دې رسنيو د تړل کېدو اصلي لامل، اقتصادي ستونزې بللي، خو د راډيوګانو ځیني مسئولان، د تفریحي خپرونو بندیز هم، د سیمه ایزو راډيوګانو د تړل کېدو یو ستر لامل ګڼلی.

د بدخشان ولایت اوسېدونکې سعیده سخی‌زاده وايي، په سیمه‌ ايزو راډیوګانې کې پخوانې تفریحي خپرونې نه نشرېږي او هغه خپرونې هم بند شوي چې اورېدونکو به په ټلیفوني اړیکه کې د خوښې وړ سندرو د نشر غوښتنه ترې کوله.

سخي‌زاده وايي: «اوسنې راډيويي خپرونې د تفريح له پاره هیڅ نه لري.»

د کونړ ولایت اوسېدونکی علاوالدین شجاع وايي: «نن سبا خلک راډیوګانې ځکه نه اوري چې د سا‌تېري له پاره تفریحي پروګرامونه نه ‌لري.» پخوانی ژورنالیست سهار ناصري چې په راډيويي شبکو کې د کار سابقه لري، دويچه ویله ته وویل، چې تازه محدودیتونو تر ټولو ډېر زیان محلي راډیوګانو ته اړولی او د مخاطب د خوښې وړ محتوا د نشت‌والي له امله ډېر اورېدونکي نه لري.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

ناصري وايي: «هرې راډیو به د کابو ۱۵ ساعته نشراتو ډېره برخه تفریحي خپرونې وې، په ‌دې کې موسقي وه، تفریح وه او له اورېدونکو سره د خبرو اترو ژوندۍ خپرونې. دې خپرونو زرګونه مينه‌وال درلودل، چې دغو رسنيو ته يې ښه اقتصادي مارکیټ هم برابر کړی و.»

لیدلوري

د رسنیو د چارو اګاه او د ژونالیستانو د حقونو ملاتړی ضياء بومیا وايي، تازه محدیتونو د رسنیو په ځانګړې توګه د راډیوګانو پر نشراتو بده اغېز لرلې.

بومیا وايي: «کله چې طالبان راغلل، موسیقي بنده شوه، په رسنيو کې د ښځينه‌و پر کار بندیز ولګېد، د خپرونو چلوونکو سره د اورېدونکو په ځانکړې توګه د نجونو ټوکې ‌ټکالې حرام وګڼل شوې...نو دا سل په سلو کې د رسنيو پر تفریحي برخې اغېز لرلی شي.»

نوموړی د دې اغېز ستر لامل د ظرفیتونو کمښت ترڅنګ دا ګڼي چې د ده په ټکو په رسنيو کې له پخوا هم د تفریح له پاره واضح تعریف نه و او نه وې توانېدلې چې ټولنیز مسايل په اکاډمیکه توګه په تفریحي ادبیاتو کې بیان کړي.

بله خوا بیا د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي پخوانی استاد بیت الله حمیدي وايي، چې محلي راډيوګانو هغه څه نشرول چې اورېدونکو یې غوښتنه درلوده: «د توليد په اړه بحث پای نه مومي، د جمهوریت په وخت کې به رسنيو ځينې نیمګرتیاوې درلودې، خو ګټې يې هم وې، نو که د هغه ستونزو پر ځای دا بشپړ فلټ فارم له منځه وړئ، دا غلطه ده. دا یوازې بهانه او پر رسنيو محدودیت وضع کول دي.»

له دې ټولو سره سره، د رسنیو یو شمېر اورېدونکي او ليدونکي وايي چې په افغانستان کې پر محلي راډيوګانو سربېره د ټلويزيوني چينلونو تفریحي خپرونې هم کم ‌رنګه شوي، نشراتي محتوا يې محدوده ده او د موسيقۍ ترڅنګ پکې ټول هغه سریالونه بند شوي چې پخوا به نشرېدل.

ځ.ف / خ.ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie