1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي نازيانو تر اوپنهايمر مخکي اټومي بم جوړ نه کړ؟

۱۴۰۲ مرداد ۳۰, دوشنبه

د آلمان د اټومي بم څخه بيره، له ۱۹۴۲م کال څخه د امريکا د منهټن پروژې د پرمختگ سبب سوه. په ۱۹۴۵م کال کي امريکا متحده ايالاتو پر هيروشيما او ناگاساکي باندي اټومي بمونه وغورځول. خو د جرمني څېړنو واقعاً څومره پرمختگ وکړ؟

https://p.dw.com/p/4VPSO
Atomtest auf dem Mururoa-Atoll
انځور: dpa/picture alliance

د ۱۹۳۸م کال په پای کي دوو آلماني کيمياپوهانو، اوتو هان او فريتڅ شتراسمن اټومي درز کشف کړ. يعني هغه پروسه چي پکښي يوه اټومي هسته پر دوو يا ډيرو هستو باندي تقسيميږي او په دې ډول په ستره پيمانه انرژي خپروي. دوو فزيکپوهانو وويل چي له دغه ځواک څخه کار واخلي او تاسي کولای سی داسي يو ځواکمن بم جوړ کړی چي ټول ښارونه له منځه وړلای سي.

آلماني کارپوهانو سمدستي په دې پيل وکړ چي د اټومي بم پر پروژې کار وکړي. د يوه ځواکمن صنعت او نظامي گټو په ملاتړ د يورانيمو يوې ټولني چي په همدې هدف جوړه سوې وه، د اټوم په برخه کي د نړۍ تر ټولو ښه ځيني څېړونکي په کار وگومارل.

که څه هم دا پروژه پټه وه، خو بيا هم هغو ساينسپوهانو چي له نازي آلمان څخه تښتيدلي وه، هغه رسوا کړه. د هغوی په منځ کي البرت اينشټاين هم شامل وو چي په ۱۹۳۹م کال کي يې د هغه وخت د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، فرانکلين ډي روزويلټ ته خبرداری ورکړ. په نړيواله سطحه د ناسيونال سوسياليزم له خوا د پټو وسلو د جوړولو په هکله اندېښنه مخ پر زياتيدو سوه.

Der "Vater der Atombombe" im Blockbuster-Biopic: Cillian Murphy als J. Robert Oppenheimer in "Oppenheimer", der im Juli in den Kinos anliefBild: Melinda Sue Gordon/Universal Pictures /AP/pi
د (اټومی بم پلار) په نوم د اوپن هایمر امریکایی فلمانځور: Melinda Sue Gordon/Universal Pictures /AP/picture alliance

د دغې پروژې په وړاندي د امريکا متحده ايالاتو جواب د منهټن پروژه وه. دغه پروگرام د دوهمي نړيوالي جگړې په منځ کي د جي رابرت اوپن هايمر په مشرتوب، د ۱۹۴۲م کال په دوبي کي په دې ډول څېړنو پيل وکړ چي څرنگه يو اټومي بم د يورانيمو او پلوتونيمو په مرسته جوړيدلای سي.

د امريکا متحده ايالاتو په حکومت کي د سيالي نازي پروژې څخه بيره رامنځته سوه. د پراخ مالي ملاتړ له امله اوپنهايمر او د هغه ټيم يوازي درې کاله وخت وغوښت تر څو د اټومي وسلو لومړنۍ آزموينه په برياليتوب سره ترسره کړي. درې اونۍ وروسته د جاپان پر ښار هيروشيما باندي لومړنۍ ريښتينې آزموينه ترسره سوه.

د فارم هال ثبت سوي ږغونه

د جرمني د يورانيمو پروژې مشر، ويرنر هايزينبيرگ، کله چي د هيروشيما خبر واوريد، وې ويل: »زه پر دا هرڅه هيڅ باور نه لرم«

په دغه وخت کي هايزينبيرگ او نهه تنه نور تکړه هستوي فزيکپوهان چي په جرمني کي يې څېړني کړې وې، د انگريزانو په ملکيت فارم هال کي بنديان ساتل سوي وه. بريتانويانو په پټه د هغوی خبري ثبت کړې، تر څو د نازيانو د هستوي پروژې په هکله معلومات ترلاسه کړي.

Internationaler wissenschaftlicher Kongress in Solvay 1927
په ۱۹۲۷ کال کی د نړیوالو ساینسپوهانو کانگرسانځور: Darchivio/opale.photo/picture alliance

نورو فزيکپوهان هم د هايزينبيرگ په شان بې باوره وه. هغوی د جاپان د تسليم کيدو په هکله شکمن وه. اوتو هان ټينگار کوي چي هغه فکر نه کاوه چي د داسي يوه بم جوړول به په راتلونکو شلو کلونو کي ممکن وي. د هايزينبيرگ او هان غبرگونونه ښيي چي د جرمني هستوي پروکرام په حقيقت کي د هستوي وسلو له جوړولو څخه ډير ليري وو.

د هايدلبيرگ پوهنتون کي آلماني/ جاپاني تاريخپوه، تاکوما ميلبير دويچه ويله ته وويل، امريکا متحده ايالاتو د جرمني د يورانيمو پروژه له حده ډېره اټکل کړې وه او دا خبره د فارم هال تر ږغيز ثبتولو وروسته روښانه سوه.

پريښودل سوی اټومي پروگرام

په داسي حال کي چي د منهتن پروژه د پرمختګ په حال کي وه، د آلمان د اټومي وسلو پروګرام له منځه تللی وو. آلماني څېړونکي پوهيدل چي هغوی به په راتلونکو لږو کلونو کي په دې ونه توانيږي چي ايزوتوپونه سره بيل کړي، تر څو اټومي بم جوړ کړي. هغوی به د هستوي درز په مرسته هيڅکله بريالي غبرگونونه نه وای راپارولي او هيڅ ډول ميتود يې نه پيژانده تر څو يورانيم غني کړي. د اټومي وسلو دغه پروگرام د ۱۹۴۲م کال په جولای مياشت کي لغوه او څېړنه يې په آلمان کي پر نهو انستيتونونو وويشل سوه.

تاريخ پوه ميلبير وايي چي تر ۱۹۴۲م کاله پوري دغه پروګرام يوه پوځي پروژه وه، خو وروسته بيا په يوې ملکي هڅي واوښته. نوی هدف داوو چي يو داسي اټومي رياکتور جوړ سي چي اټومي درز په لږه اندازه ترسره کړي. هايزينبيرګ او د هغه ټيم د باډن وورتمبيرګ په هايګرلوخ کي تر شلوس کليسا لاندي په يوه ډبريني زيرزمينۍ کي له تحقيقاتي رياکتور سره تجربې وکړې. 

Von Heisenbergs Forschungsreaktor zum zeitgenössischen AKW: Kontrollzentrum des stillgelegten dritten Reaktors in Tschernobyl, 2021Bild:
په چرنوبل کی د دریم په ټپه درول سوي ریاکتور د کنترول مرکزانځور: Gleb Garanich/REUTERS

د جرمني هستوي پروګرام نور مخته نه ولاړ. د هغه رياکتور هيڅکله فعال نه سو. د رياکتور په دننه کي کافي يورانيم نه وه، تر څو ځنځيره يي غبرگون رامنځته کړي.

خو څېړونکي ډير ورنيژدې سوه ول. ساينسپوهان نن ورځ په دې باور دي چي که په رياکتور کي ۵۰ سلنه نور يورانيم موجود وای، نو هايزينبيرگ به لومړني اټومي رياکتور جوړ کړی وای.

د جرمنيانو گډوډ او فراري څېړونکي

د جرمني اټومي پروگرام ولي ناکامه سو؟ هغه هم پر تکړه او پرمختللو ساينسپوهانو سربيره؟

 

اول دا چي جرمني خپله څېړنه وچه کړه. ډېر يهودي او پولنډي ساينسپوهان له تعقيب څخه وتښتيدل، لکه يهودۍ فزيکپوهه، ليزه مايتنر چي د هان او شتراسمن د هستوي درز په کشف کي يې پريکړنده رول درلود. ځيني دغه مهاجر بريتانيا او يا هم د امريکا متحده ايالاتو ته ولاړل چيري چي يې د  منهتن په پروژه کي برخه واخيسته. ځيني نور کارپوهان بيا د عسکرۍ خدمت ته جذب سول.

تاکوما ميلبير څرګندوي چي جګړه د پلټنو له پاره د ځينو اومو موادو د کميدو سبب سوه. په هغو کي غني کيدونکي يورانيم او د رياکتورنو د يخيدو له پاره اوبه هم شاملي وې. درنې اوبه د ناروې تر اشغال لاندي سيمه کي توليديدې، مګر متحدينو او نارويږي پوځيانو د توليد پر تاسيساتو بريد وکړ.

بلاخره د سياسي ملاتړ نشتوالي هم د پرمختگ مخه ونيوله. تاريخپوه ميلبير رپوټ ورکوي، آدولف هيټلر په دا ټولو هيڅ پوه نه سو او په ۱۹۴۲م کال کي يې له هغه څخه ملاتړ په ټپه ودراوه. وروسته تر هغه هم مالي ملاتړ موجود نه وو، په تيره بيا د منهتن پروژې په پرتله. په هغې کي ۵۰۰ زره کارکوونکي مصروف وه او شاوخوا دوه ميليارده امريکايي ډالر ورباندي لگښت راتله. خو په آلمانۍ پروژه کي زرو تنو لا کار نه کاوه او لگښت يې هم اته ميليونه مارکه وو.

GP/NZ/DW.Online