1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي له کرونا د رغېدلو کسانو پر وينه تجارت پېل سوی دی؟

۱۳۹۹ تیر ۲, دوشنبه

په پاکستان کي د وينو د ناروغيو ملي انستيتيوت د می مياشتي په منځ کي د دې پخلی وکړ چي له کرونا د رغېدلو مريضانو د ويني د پلازما په مرسته په کويډ ۱۹ اخته مريض بريالی علاج سوی دی.

https://p.dw.com/p/3e9VO
Kolumbien Medellín | Coronavirus | Laborunternehmen LifeFactors
انځور: DW

په پاکستان کي د وينو د ناروغيو ملي انستيتيوت په خپل اعلان کي د دې پخلی کړی وو چي د پلازما تر لاسه کوونکی ناروغ بشپړ جوړ سوی دی. له دغه اعلان وروسته په پاکستان کي له کرونا د رغېدلو کسانو د ويني د پلازما غوښتنه زياته سوه. آن دا چي اوس همدغې ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چي د پلازما د دغې درملنې په نوم نوي پېل سوي تجارت مخه ونيسي.

د وينو د ناروغيو ضد ملي انستيتيوت رئيس له پاکستاني رسنيو سره د خبرو پر وخت وويل چي د پلازما په نوم پېل سوی تجارت «د يو ملت په حيث زموږ له پاره د شرم خبره ده.»

دا له هغه وروسته چي په پاکستان کي اوس د پلازما په نوم په خصوصي روغتونونو او طبي مراکزو کي تجارت پېل سوی دی. په ټولنيزو رسنيو او نورو ځايونو کي په زياته بيا په کويد ۱۹ د اخته زړو انسانانو خپلوان د داسو کسانو په لټون بوخت دي چي له کرونا رغېدلي وي او چمتو وي چي خپله وينه ورکړي.

خو زيات وخت دغه رغېدلي کسان د ۱۰۰ زرو او نيم ميليون او يا حتی زياتو کالدارو په بدل کي دا کار ته چمتو کيږي. د هغوی استدلال دا وي چي له کويد ۱۹ څخه د رغېدو له پاره يې پر طبي امکاناتو زيات مصرف کړی او يا يې حتی د دغه علاج له پاره قرضې اخيستي او له دې کبله غواړي خپل مصارف بېرته راوباسي. دا چي دا څومره پر ځای کار دی، په هکله يې په خواله رسنيو کي تاوده بحثونه ادامه لري.

پلازما څه شی ده؟

د انسان وينه چي په عادي حالت کي سور رنګ لري چي دوه تر ټولو مهم اجزا يې پلازما او د ويني حجرې دي. د ويني ۵۰ سلنه برخه پلازما او ۴۵ سلنه برخه يې حجرې وي. په حجرو کي د سور رنګ حجرې، سپيني حجرې او پليټليټس شامل وي. د پاکستان په کراچي ښار کي د يو خصوصي روغتون ډاکټره سايره نيازي د آلمان ږغ سره د خبرو پر وخت وويل چي له ويني څخه د پلازمان ترلاسه کولو له پاره له کرونا څخه د رغېدلي کس وينه را ايستل کيږي او په ځانګړو سينتريفوژونو کي ورته په چټیک سرأت څرخ ورکول کيږي تر څو پلازما چي ژړبخونه رنګ لري، له حجرو څخه بېل سي.

Kolumbien Medellín | Coronavirus | Laborunternehmen LifeFactors
انځور: DW

د ډاکټري سايره نيازي په وينا په پلازما کي نه يوازي يوه اندازه مينرالونه او پروټينونه شامل وي، بلکي «پکښي انټي باډيز هم موجود وي.» انټي باډيز هغو جوړښتونو ته ويل کيږي چي په ناروغي د مبتلا کېدلو وروسته يې د انسان بدن توليدوي چي په وينه کي دننه د ميکروبونو يا ويرسونو سره مبارزه وکړي او د هغه په له منځه وړلو کي مهم رول ولوبوي.

د ډاکټري نيازي په وينا کوم څوک چي ځوان وي نو د ناروغېدو په صورت کي د هغه د بدن دفاعي نظام پياوړی وي او د درو اونيو څخه تر څلورو اونيو پوري په کافي اندازه انټي باډيز جوړوي خو د زړو او په مخکي لا د ناروغيو کړېدونکو انسانانو په بدن کي د انټي باډيز د توليد پروسه ضعيفه وي. له همدې کبله داسي اټکل کيږي چي د عيني ويني ګروپ لرونکي رغېدلي مريض د ويني پلازما د کمزوره سوي ناروغ په ژر رغېدو کي مرسته کولای سي.

له دې مخکي چي د رغېدلي کس له بدن څخه وينه واخيستله سي د ځانګړي تست په مرسته معلومول کيږي چي ايا په وينه کي يې د انټي باډيز مقدار په کافي اندازه جګ سوی دی که نه.

ايا د کويد ۱۹ ناروغانو ته د پلازما درملنه ګټوره ده؟

د روغتيا نړيوال سازمان يا بلې د باور وړ مرجعې تر اوسه پوري په دې تړاو سپارښتنه نه ده کړې چي ايا د پلازما په مرسته د کرونا علاج ګټور دی که نه. خو د پلازما په مرسته د کويد۱۹ د علاج پر موضوع کارپوهان په څېړنو بوخت دي او لا تر اوسه کومي نتيجې ته نه دي رسېدلي.

Pakistan Coronavirus Covid-19
انځور: Reuters/A. Soomro

په پاکستان کي هغه روغتونونه او ډاکټران چي په تجارتي توګه د پلازما په مرسته د کويد ۱۹ د درملنې ادعا کوي، وايي چي په دغه درملنه ناروغان ژر روغ سوي دي. خو په خواله رسنيو او نورو ځايونو کي تنقيد کوونکي وايي چي لومړی خو د درملنې دا ميتود په نړيواله توګه لا تر اوسه منل سوی نه دی او نه يې سپارښتنه سوې ده.

دويم تنقيد دا کيږي چي عموما زيات هغه کسان چي په کويد ۱۹ اخته سوي ورڅخه رغېدلي هم دي او له دې کبله دا ثابتول ګران دي چي ايا هغه ناروغان چي ادعا یې کيږي چي د پلازما په مرسته رغېدلي دي، په رشتيا هم د پلازما له کبله رغېدلي او که يې د ځانګړي مودې په ترڅ کي خپل بدن پر دغه ناروغۍ د اکثرو نورو انسانانو په څېر پياوړی سوی او ورته ماته يې ورکړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: 

ع.ف./ا.و.ا./ن.ز.