1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي له افغانستان سره د مرستو هڅي بريالۍ نه دي؟

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو راهیسې د خلکو په ژوند کې ستونزې ډیرې شوي دي. اسوشتید پریس وضعیت ته په کتو لیکي چې اوس نیمايي افغانان په ورځ کې يوازې په څه کم دوو ډالرو خپله ګوزاره کوي تر څو ژوندي پاتې وي.

https://p.dw.com/p/460md
Genf, Schweiz | UN
انځور: Salvatore Di Nolfi/Keystone/picture alliance

د افغانستان پخوانی حکومت چې د تیرکال په اګست میاشت کې ړنګ شو، شاوخوا ۸۰ سلنه بودجه یې د نړیوالې ټولنې له خوا تامين کېده. د طالبانو په واکمنیدو سره نه یوازې دغه مرستې درول شوي، بلکي د افغانستان شتمنۍ هم کنګل شوي او د طالبانو حکومت هم تر اوسه هيڅ هیواد په رسمیت پيژندلی نه دی.

د ملګرو ملتونو سازمان په حواله د افغانستان د ټولو هغو ماشومانو له ډلې چې عمرونه یې د پنځو کلونو ټيټ دي، له نيمايي ډير يې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

له افغانستان څخه تر شل کلنۍ جګړې وروسته د امریکايي قواوو وتل د افغانستان د پوځ او نورو سکتورونو د مالي ملاتړ د پای په معنی وو کوم چې د افغانستان نژدې نیمايي اقتصاد یې تشکيل کاوه. د اکثرو حکومتی مامورانو معاشات حتی د طالبانو له واکمنیدو دوه میاشتې مخکې راهیسې نه دي اجرا شوي. د ښځو په ګډون ګڼ شمیر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په دغې موده کې بهرنیو هیوادونو ته مهاجرتونه هم ډیر سوي دي.

هغه افغانان چې په بانکونو کې پيسې لري، د نغدو پیسو د کمښت له وجې يوازې کم مقدار پيسې کولی شي راوباسي. د بانکي ستونزو له کبله بهر میشته افغانان هم نه شي کولی په افغانستان کې خپلو کورنیو ته په اسانۍ سره نغدې پیسې واستوي.

د نجات نړیوالې کميټې د بحران سره د مقابلې څانګې مشر، سیاران دونيلي وايي، د افغانستان په مارکيټونو کې خوراکي مواد پریمانه دي، خو ډېر خلک يې د رانیولو توان نه لري. هغه وایي: «دا یو بشري بحران»، د اقتصاد سقوط او دولتي شکست دی چې ټول له يو بل سره نغښتي دي. د هغه په وینا دغه عوامل له یو بل سره د ستونزو په ډيریدو کې مرسته کوي.

Afghanistan I Auswirkungen von Hunger und Armut auf vertriebene Familien
اسوشتید پریس لیکي چې اوس وخت نیمايي افغانان په ورځ کې يوازې په څه کم دوو ډالرو خپله ګوزاره کويانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

سربیره پر دې چې امریکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي او د طالبانو پر يو شمیر مشرانو يې تحریمونه لګولي، خو د ولسمشر جو بایدن اداره وايي چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکوي. دغه اداره ټينګار کوي چې امریکا اوس هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو تر ټولو ستر ډونر دی. په وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له پاره په روان میلادي کال کې د څه باندې ۵ میليارډه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه او د بایدن اداره وايي چې د ملګرو ملتونو په دغې غوښته کې برخه اخلي.

اما له دې ټولو سره سره امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دي پيژندلی او د دغه تحریک یو شمیر لوړپوړي مشرانو باندې تحریمونه لګولي دي.

د بایدن د ادراې یوه ارشد چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل د دې تصور موجود دی چې دغه تحریمونه د طالبانو د مشرانو له محدودې څخه هم پراخ دي.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، رویا رحماني وايي: «زه نه غواړم چې نوی حکومت [طالبان] دې په رسميت وپيژندل شي.» خو هغه وايي چې د بشري مرستو بحث باید له دې موضوع جلا کړل شي. هغه وايي بشري مرستې مهمې دي حتی که یوه برخه يې د طالبانو لاس ته ورځي.

رحماني وايي: «اوس په افغانستان کې یوه واقعي فاجعه د جوش په حال کې ده او خلک له دغه وضعیت څخه کړیږي.»

د افغانستان د کنګل شوو پیسو برخلیک

طالبانو د افغانستان د کنګل شوو پیسو د آزادولو غوښتنه کړې خو دغه پيسې طالبانو باندې د لګول شوو تحریمونو له کبله هغوی ته انتقال شوي نه دي.

امریکا طالبانو باندې دغه تحریمونه، په ۲۰۰۱م کال کې پر امریکا د تروریستي بریدونو طراح او د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته په افغانستان کې د ځای ورکولو په خاطر لګولي دی.

Genf, Schweiz | Antonio Guterres | UN
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش د روان میلادي کال له پاره افغانستان ته د ۵۰۰ ميليارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړېانځور: Salvatore Di Nolfi/Keystone/picture alliance

د افغانستان بانک د بورډ پخوانی غړی او د مریلند کالج پروفیسور شاه محرابي وايي چې د کنګل شوو پیسو یوه برخه باید په افغانستان کې د نرخونو د ثبات، د ملکيانو د معاشاتو او د خصوصی سکتور د بقا په خاطر ولګول شي.

هغه خبرداری ورکوي چې له دې پرته به اقتصاد لا آزاد سقوط سره مخ شي.

محرابي وايي: «زه فکر نه کوم چې دغه کار دې زموږ په ګټه وي او يا هم د متحده ایالاتو په ګټه. او زه فکر کوم چې متحده ایالات هم په دې خبره پوهیږي.»

په رپوټ کې د امريکا د لوړپوړي چارواکي له قوله ويل شوي دي چې د کنګل شوو پیسو د برخليک په اړه بحثونه کیږي، خو وايي چې په دې قضیه کې د سپتمبر ۱۱مې پيښې د قربانيانو د کورنیو مسئله هم شامله ده چې د القاعده او طالبانو خلاف حقوقي دعوا لري.

پخوانۍ سفیره، رحماني وايي د کنګل شوو پيسو د آزادولو خبره کیدای سي له امریکا څخه بهر یوه بانک کې مطرح شي. هغه وايي نړیواله ټولنه باید دغې ستونزې د حل له پاره سره کينې او لازمې حل لارې ورته پیدا کړي. هغه د بیلګې په توګه د موبایل بانکينګ یا سیار بانکي سیستم یادونه کوي چې دا هغو افغانانو ته سهولت برابرولی شي چې له بهر څخه خپلو کورنیو ته پیسې واستوي.

میرمن رحماني وايي: «لوږه او کړاو د ناهیليو سبب واقع کيږي.» او دا «ناهيلي توب، افراطیت او تروریزم تقویت کوي.»

آ/م.ک.ص./ن.