1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي طالبانو بدخشان کې د یوتوب پر تولید کوونکو بندیز لګولی؟

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

په بدخشان کې د یوتوب کانالونو اډمینان او تولید کوونکي وایي چې طالبانو یې پر فعالیتونو او تولیداتو بندیز لګولی تر هغه وخته پورې چې د طالبانو حکومت غوښتنې او شرایط ومني.

https://p.dw.com/p/4AVNp
Mobiltelefon, Smartphone l Display mit Social Media Apps
انځور: Gregor Macak Martin/CTK/dpa/picture alliance

په بدخشان ولایت کې د یوتوب یوې تولید کوونکې میترا فروغ دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا وربلل شوي او دوی ته امر شوی چې په یوتوب کې فعالیت تر هغه پورې نه شي کولی ترڅو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت امر اخیستی نه وي.

میترا زیاتوي چې دا محدودیتونه پر رسنیو د فشار څرګندونه کوي او د یوتوب په ګډون ټولو رسنیو باندې منفي اغېز کړی دی.

هغې وویل: «د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا موږ ته امر وشو چې ترڅو پورې مو رسمي جواز نه وې اخیستی، خپل فعالیتونه بند کړو. نو دا قیودات چې پر موږ وضع کېږي د ټولنیزو رسنیو له پاره نا هیلې کوونکې اغېزې لري.»

د بدخشان یو اوسېدونکی نوید نوشفر بیا وایي د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله تېر کال یوتوب چینل فعال کړی چې کتونکي یې تر دوو ملیونو رسېدلي او له همدې لاري هره میاشت پیسې هم ګټي.

نوید وایي، په خپل یوتوب چینل کې ټولنیزې، سیاسي، د خلکو د ژوند انځورونه او ویډیو ګانې خپروې چې په ډېره سخته یې مینوال او کتونکي زیات کړي دي.

نوموړی وایي: »موږ خپل یوتوب چینل یو کال وړاندې د ژمې په موسم کې فعال کړی وو چې اوس ۲۱ زره فالورز لرو او شا او خوا دوه ميلیونه کتونکي لرو چې په هره میاشت کې ۱۰۰۰، ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ زرو ډالرو پورې عاید ترلاسه کول. زموږ خپرونې ټولنیزې، کلتوري، روزنیز خپرونې او بدخشان ولایت مو خلکو ته انځور کاوه.»

د یوتوب له پاره ځینې تولید کوونکي بیا د طالبانو له دې پرېکړې ناراضه دي. دوی وایي، طالبانو په ورته کارونو سره د ځوانانو استعدادونه تر خاورې لاندې کوي.

په دې اړه احسان الله کریمي وایي: «موږ خو دلته فساد، قتل او کوم بد کار او جرم هم نه کوو یوازې په مختلفو ډولونو رسنیز فعالیتونه کوو. که دغه غريبي زموږ څخه اخلي او د نټ کارونه را باندې تړي، زه به مجبوره یم سبا غلا وکړم یا د خلکو لاره ونیسم نور خو زما له وسه بزګري نه کېږي، ځکه ما همدا کار زده کړی او تمرکز باندې لرم.»

په بدخشان کې سیمه ایز چارواکي مني چې پر یوتوب تولید کوونکو یې تر هغه وخته پوري بندېز لګولی دی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا يې د فعالیت اجازه نه وي راوړې.

فیسبوک: هکرانو له پاکستانه افغان کاروونکي هدف ګرځولي ول

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس معز الدین احمدي دویچه ویله ته وویل، رسماً یې د یوتوب تولید کوونکي غوښتي او د خپل حکومت د شرایطو پوره کولو مساله یې ورسره یاده کړې ده.

ښاغلي احمدي وویل: «د بدخشان ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې مو د یوتوب فعالیتونه بند کړي، تر څو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت امر واخلي چې له ځانګړو مقرراتو او قوانینو سره که دوی وتوانېږي فعالیت وکړي، بېرته کولی شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.»

تازه طالبانو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ټیک ټاک او پاپ جي ګیم د بندلو پلان تر لاس لاندې اخیستی چې ډېرو ځوانانو له دې پرېکړې سره مخالفت ښوولی دی.