1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي طالبانو په افغانستان کي د غنمو پر انتقال بنديز لګولی؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ خرداد ۱۱, چهارشنبه

طالبانو ويلي دي چي له افغانستان څخه يې د غنمو پر انتقال بنديز لګولی دی. خو ځيني خلک وايي چي طالبان له يوه ولايت څخه بل ته هم د غنمو پر انتقال بندیز لګولی دی. خو ولي؟

https://p.dw.com/p/4C8pN
Afghanistan | Weizen Verbot in Helmand
انځور: Abdul Bais

د افغانستان د مالې وزارت ویاند احمد ولې حق مل دویچه ویله ته وویل، له هغه وروسته چې په نړۍ کې ځيني هیوادونه د غنمو له  کمښت سره مخ سوي نو افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې لا تراوسه د غنمو د تولید په برخه کې پر خپلو پښو ولاړ نه دی.

ده وویل: «د مالې وزارت ټولو ګمرکونو ته امر کړي چې په هیڅ ‌ډول غنم نورو هیوادونو ته صادر نسې، خو د وارداتو له پاره یې لار پرانیستې او ۶۸ سلنه ګمرکې تعرفی یې هم ورته ټیټې کړي دې.»

د مالې وزارت دغه ویاند زیاته کړه «دا کار یې ځکه کړي چې افغانستان په راتلونکې کې د غنمو له کمښت او قحطۍ سره مخ نسې.»

Afghanistan | Weizen Verbot in Helmand
انځور: Abdul Bais

د مالې وزارت ویاند وایې: «د افغانستان په داخل کې د غنمو کاروبار خوشې سوي او د ممانعت حق څوک نه لری خو ولې د ځینو ولایتونو سرحدي ولسوالیو ته یې انتقال په لمړیو څو ورځو کې بند سوی وو ترڅو ګاونډیو هیوادونو ته غنم صادر نه کړل سې.»

د مالی وزارت د دی بندیز سره سم د غنمو بیې له ۱۵۰ افغانیو څخه اوس۲۷۰ افغانیو ته لوړي سوي دي.

خو په هلمند کې د غنمو کاروباریان بیا وایې طالبان له یوه ولایته بل ته هم غنم نه پریږدي، ځکه داسي ګومان کیږي چي خلک يې رانيسي او نورو سيمو ته انتقالوي.

حاجې محمد نسیم چې په هلمند کې له تیرو څو کلونو راهیسې د غنمو رانیولو او پلورولو کاروبار کوي وایې: «نن یوازي له هلمنده د اوړو وړولو ته اجازه ورکړل سوي او د غنمو وړولو ته تراوسه په ولایتې کچه اجازه نسته.»

Afghanistan | Weizen Verbot in Helmand
انځور: Abdul Bais

هغه وویل: «له تیرو څو اونیو راهیسې له زابل، کندهار او نورو ولایتونو خلک راغلې او په هلمند کې غنم رانیسې او وروسته یې ساتې ترڅو د قیمتونو له لوړیدو وروسته یې پر خلګو  وپلوري او طالبان د دې کار مخه نیسې او نورو ولایتونو ته غنم نه پریږدي.»

په هلمند کې د اوړو میل یو تن مسؤل چې نه غواړی نوم یې په رسنۍ کې خپور سې دا ومنل چې تولیدات یې ځکه کم کړي چې طالبانو له ولایتونو څخه غنم دغه ولایت ته نه راپریږدي او له بله پلوه د غنمو قیمتونه لوړسوي  دي.

هغه وویل که چیری دوی ته اجازه ورکړل سې نو له نورو ولایتونو به غنم رانیسې او د اوړو میل به بیرته چالان او تولید زیات کړي.

د هلمند امنیه قوماندانې ویاند احمد جان خالد دامنې چې له تیرو څو ورځو راهیسې یې د کندهار، هرات او هلمند پر لوی لاري ۵۰ هغه موټر د لا ښه معلوماتو په موخه درولې دي چې هغوی غنم ګاونډیو هیوادونو ته انتقال کول او که یې نورو ولایتونو ته وړل، خو په اړه یې پوښتنې ګرویږنې لاهم دوام لري: «هر هغه څوک چې غنم نورو ګاونډیو هیوادونو ته انتقال کوي لاس دي ځینې واخلې، خو که چیری زموږ سرحدي سرتیرو ونیول نو هتما مجازات به کړای سي.»

زموږ له آرشیف څخه: