1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي زيات مهاجر په توقيف کي ساتل کيږي؟

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

د اروپايي قوانينو له مخي هغه پناه غوښتونکي چي په غير قانوني ډول يوه هيواد ته داخل سوي وي، بايد توقيف نه سي. که غير قانوني تگ د جزا وړ جرم نه وي، نو په کومو حالاتو کي چارواکي يو پناه غوښتونکی توقيف کولای سي؟

https://p.dw.com/p/39eSP
Gefängnis
انځور: Felix Kästle/dpa/picture-alliance

توقيف هغه عمل ته ويل کيږي چي په ترڅ کي يې يو يا زيات انسانان په يوه تړلي ځای يا وړه ساحه کي ساتل کيږي او هغوی ته له دغه ځايه د وتلو او آزاد حرکت اجازه نه وي.

په اروپا کي په زرونو مهاجر پر دې سربيره چي هيڅ جرم يې کړی نه دی، په توقيف کي دي. ډير نړيوال او ځايي قوانين هم د مهاجرو يا پناه غوښتونکو د توقيف ممانعت کوي. خو په عمل کي بيا هم ډير لوی او ماشوم مهاجر تر څو مياشتو پوري په توقيف کي ساتل کيږي.

اروپايي قواعد په دې هکله څه وايي؟

د مهاجرو د توقيف په تړاو د اروپايي اتحاديې د اصولو وروستۍ بڼه په شپږو مواردو کي د توقيف اجازه ورکوي:

ـ د اړونده مهاجر د تابعيت يا هويت د معلومولو له پاره.
ـ هغه وخت چي د مهاجر د تېښتي يا هجرت د لاملونو د معلومولو له پاره بې توقيفه بله لاره نه وي او د مهاجر د تېښتي امکان موجود وي.
ـ د هغه حقيقت د معلومولو له پاره چي ايا يو پناه غوښتونکی و يوې ځانګړې سيمي ته د داخلېدو حق لري که نه.
ـ د مهاجر د بېرته لېږد پروسې په ترڅ کي
ـ د عامه امنيت او نظم ساتنې په مقصد
ـ د دبلن تړون د عملي کولو په پروسه کي... هغه وخت چي د مهاجر د تېښتي امکان موجود وي

لوړ قواعد په ۲۰۱۳م کال د اروپايي اتحاديې د ځانګړې هدايتنامې او قواعدو په سند کي راغلي دي. د دغو قواعدو د معرفي مقصد دا وو چي د دغي ټولني غړي هيوادونو ته د مهاجرو په رارسېدو سره په عمومي توګه د هغوی په توقيف کي ساتنه عملي نه کړي. هنګري دغه قواعد عملي کول خو د روان کال په مارچ مياشت کي يې د «ترانزيتي ساحې» په نوم د توقيف يو عمل معرفي کړ. هنګري له سربستان سره پر پوله د کانتنرانو يو کمپ جوړ کړ او تر هغه وخته يې د راتلونکو مهاجرو د هلته ساتلو هوډ وکړ تر څو چي يې د پناه غوښتني دوسيه ارزيابي کيږي.

د راتلو او تلو پر وخت توقيف

هنګري د اروپايي اتحاديې يوازنی هيواد نه دی چي هغه مهاجر په توقيف کي ساتي چي په غېر اصولي توګه ورداخليږي. د ژاک دېلورېس انستيتيوت څخه ماري والتر فرانکه وايي چي په ټوليزه توګه د اروپايي اتحاديې ۱۲ غړي هيوادونه ډير هغه مهاجر توقيف کوي چي د دوی پولو ته ورداخليږي. د دغې کارپوهي په وينا دغه غړي هيوادونه بلجيم، بلغاريا، استونيا، فنلند، يونان، هنګري، لکسمبورګ، مالتا، هالند، سلوانيا، هسپانيا او بريتانيا دي.

په توقيف کي ساتل کېدونکي اکثره مهاجر هغه څوک دي چي د پناه غوښتني تر ردېدو وروسته خپل هيواد ته د جبري بېرته لېږد يا د دبلن تړون د پلي کېدو په پروسه کي قرار لري. په ټوليزه توګه د اروپايي اتحاديې ۲۱ غړي هيوادونه د جبري بېرته لېږد په ترڅ کي خلک په توقيف کې ساتي.

مهاجر تر څومره وخته په توقيف کي ساتل کيږي؟

د اروپايي قوانينو له مخي د اړتيا په صورت کي د مهاجرو توقيف بايد د امکان تر حده لنډ وي. خو په عمل کي غړي هيوادونه خپل ميعادونه لري چي په دې ترڅ کي تر ټولو اوږد توقيف ۱۸ مياشتي دی.

بريتانيا يوازنی غړی هيواد دی چي پکښي تر نامحدوده وخته د مهاجرو توقيف ممکن دی. د اويد (AVID) په نوم مرستندوی سازمان په وينا په بريتانيا کي ثبت سوی تر ټولو اوږد توقيف ۱۸۴۵ ورځي وو چي تر ۵ کاله زيات وخت دی.
 

ماشومان په توقيف کي

د خودسرانه توقيف پر ضد د ملګرو ملتونو فعاله ډله وايي: «د پناه غوښتونکي، مهاجر، بې تابعيته او کډوال ماشوم توقيف ممنوع دی.»

په اروپايي اتحاديه کي داسي هيوادونه سته چي پکښي هيڅکله ماشومان نه توقيف کيږي. دغه هيوادونه کرواسيا، مالتا، آيرلند او سلوواکيا دي. خو د اروپايي اتحاديې په څلورو نورو هيوادونو فرانسه، بلغاريا، يونان او هنګري کي بيا د ماشومان توقيف ډېر زيات دی.

د روان مېلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کي په فرانسه کي ۷۷ ماشومان د مهاجرو له پاره په ځانګړو ځايونو کي په توقيف کي ول. په بريتانيا کي په ۲۰۱۷م کال ۴۲ ماشومان په توقيف کي ساتل کيدل. دا پر هغه سربيره چي حکومت يې وايي چي له ۲۰۱۰م کال راهيسي يې د ماشومانو توقيف کول بند کړي دي.

ځيني هيوادونه لکه هالند او سوېدن د پناه غوښتونکو ماشومانو توقيف منع کړی، که هغه د کورنيو سره ملګري او که بې سرپرسته ماشومان وي. په آلمان کي د کورنيو سره مل او يا يوازي ماشومانو توقيف ډېر کم دی. اتريش تر ۱۴ کلنۍ کښته ماشومان نه توقيفوي.

په ځينو هيوادونو لکه بلغاريا او هنګري کي پر ممانعت سربيره بې سرپرسته ماشوم مهاجر توقيف کيږي. په يونان کي له خپلو کورنيو سره ملګري او هم يوازي ماشومان توقيف کيږي.

مرستې ته اړ، مجروح، ناروغ يا له ورته ګواښ سره مخامخ مهاجرو توقيف منع دی. خو دغه ممانعت په عمل کي نه پلي کيږي.

مهاجر چيري توقيف کيږي؟

د خودسرانه توقيف پر ضد د ملګرو ملتونو فعاله ډله وايي: «د پوليسو په توقيفځايونو، د تحقيقي حبس په ځايونو، بنديخانو او زندانونو کي بايد پناه غوښتونکي او مهاجر و نه ساتل سي، ځکه چي دغه ځايونه په اصل کي د جنايي عدلي نظام په ترڅ کي طرحه سوي وي.»

خو په حقيقت کي ياد اصول نه مراعتيږي او په زياتو مواردو کي مهاجر په زندانونو او ورته ځايونو کي ساتل کيږي. په سوېډن، سويس، سربستان، بريتانيا او آيرلند کي خلک په بنديخانو کي ساتل کيږي.

د اروپايي اتحاديې زيات غړي هيوادونه، پناه غوښتونکي په داسي ځايونو کي ساتي چي هغه د اخراج له پاره ځانګړي سوي وي. په لندن کي د هارموندسورت په مرکز کي تر۶۳۰ پوري کسان ساتل کيږي. يونان د مهاجرو د توقيف تر ټولو لوی توقيف ځايونه لري چي پکښي تر۶۶۰۰ زيات کسان ساتل کيدلای سي. بريتانيا په ټوليزه توګه د ۲۳۰۰ او هسپانيا د نژدې ۱۵۹۰ کسانو د توقيف ځايونه لري.

پر يونان له دې کبله نيوکي کيږي چي ګواکي د پوليسو په مرکزونو کې مهاجر توقيف کوي. تېرکال له مهاجرو سره د مرستي په برخه کې د يونان يوې شورا وويل چي په ۱۴ مواردو کي مهاجر د پوليسو په داسي ځايونو کي د ۲۰ ورځو او شپږو مياشتو تر منځ توقيف سوي چې غېر معياري دي.

د توقيف ممکنه نوري لاري

د اروپايي اتحاديې د ۲۰۱۳م کال د قواعدو له مخي غړي هيوادونه بايد د توقيف له پاره بديلي لاري غوره کړي:

ـ د توقيف پر ځای دي مهاجر مکلف سي چي په دوامداره توګه چارواکو ته حاضري ورکړي
ـ د توقيف پر ځای مهاجر خپل پاسپورټ چارواکو ته سپارلای سي
ـ د توقيف پر ځای مهاجر پر ځانګړې پته په اوسېدو مکلف کيدلای سي
ـ د توقيف پر ځای مهاجر بايد اجازه ولري چي د ټولنيزو مرستو سازمانونو يا رواني مرستندويانو ته لاس رسی ولري
ـ د توقيف پر ځای د مهاجرو اليکترونيکي څارنه ممکنه ده
 

د اروپايي کميسيون رئيس ژان کلاودې يُنکر د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر مياشت کي د اروپايي اتحادي د ۲۰۱۳م کال د يادو قواعدو د تعديل وړانديز وکړ چي د مهاجرو په بېرته لېږد کي چټکوالی رامنځ ته سي.

دغه وړانديزونه پر هغه سربيره رامخ ته سول چي روښانه سوې چي د مهاجرو توقيف د تعريف سوو مقاصدو په ترڅ کي مدلل او ګټور نه دی ثابت سوی.

ليکونکې: Marion MacGregor
منبع: InfoMigrants