1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ولي د فرانسې پولیس ځان وژنه کوي؟

۱۳۹۷ آذر ۲۸, چهارشنبه

له څو کلونو راهیسې د فرانسوي پولیسو په لیکو کې د ځان وژنې پیښې لوړې دي. اوس حکومت د دې پدیدې پر ضد د مبارزې هڅه کوي. خو افسران وایي چې د حکومت هڅې کافي نه دي.

https://p.dw.com/p/3AMR4
Gedenkmarsch für Maggy Biskupski
انځور: DW/L. Louis

یوازې په روان میلادي کال کې د فرانسې د پولیسو او پوځي پولیسو تر ۵۰ ډیرو غړو ځان وژنه کړې ده. وروستۍ قرباني ۳۶ کلنه مګي بیسکوپسکي وه چې په خپله تر دې مخکې د پولیسو د ځان وژنې پر ضد د فعالینو له ډلې څخه وه.

د هغې همکار او ښه ملګری ګویلامي لیبیو، په پاریس کې د هغې د یادون په موخه په جوړ شوي مارش کې دویچه ویله ته وویل: «هغه به تل خوشحاله وه. تل یې د ویلو له پاره یو څه لرل. سړي سل په سلو کې پر هغې اتکا کولای شوه.»

د مګې د یادون په وروستي مارش کې په سلونو پولیس راټول شوي ول چې ځینو یې داسې تي شرتونه هم اغوستي وو چې پرې د مګې انځورونه چاپ ول.

لیبیو له احساساتو په یوې ډکې وینا کې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې یې پاکولې، وویل: «ما خپله ملګرې له لاسه ورکړه. اوس زما په زړه کې ستا خلا رامنځ ته شوې. مګي، موږ تا پسې خفه شوې یو او له تا سره مینه لرو.»

لیبیو او مګي ډیر سره نزدې ول. تر ځان وژنې مخکې، لیبیو آن خپل دې ملګري ته د خدای په آماني یو لیکلي پیغام واستوه. هغه وایي: «کله چې مې لیکلي پیغام ولید، نو نه مې غوښتل چې باور وکړم. ما له ځان سره وویل: نه مګي دا کار نه شي کولی.»

لیبیو وایي چې ژر تر ژره یې د مګې کور ته امبیولانس واستوه، خو هغې لا د امبیولانس تر رسیدو مخکې ځان وژلی وو.

د ښار څنډې «قانون نه لرونکي» سیمې دي

دویچه ویله له مګې سره په اړیکه کې وه. پلان شوې وه چې هغه به زموږ د کمرې ټیم د ښار هغې څنډې ته یوسي چې دې په کې کار کوه. خو زموږ د لیدو تر ملاقات یوازې څو ورځې مخکې، هغې خپل ځان وواژه. تر دې مخکې هغې د تلیفون له لارې دویچه ویله ته د خپل کار د سختو شرایطو په اړه معلومات ورکړي ول.

هغې ویلي وو: «وضعیت ډیر خراب دی. داسې لیرې پرتې سیمې لکه زه چې په کې کار کوم، بې قانونه وي. ځینې ځايي اوسیدونکي له پولیسو کرکه لري او پر موږ باندې بریدونه کوي. موږ په هغو سیمو کې چې کار کوو اوسیدای نه شو. دا به زموږ او د کورنیو له پاره مو خطرناکه وي.»

د مګې تر ځان وژنې وروسته، د هغې ملګري لیبیو موافقه وکړه چې د دویچه ویله د کمري ټیم هغې لیرې پرتې سیمې ته بوځي چې مګې په کې کار کاوه. لیبیو او مګې تر دې مخکې د پولیسو د سختو کاري شرایطو پر ضد مبارزه کړې وه. هغه وایي چې د مګي د ځان وژنې تر شا یو مهم لامل همدا د کار سخت شرایط دي.

Guillaume Lebeau
لیبیو وایي چې د پولیسو بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا شته: «که زموږ حکومت د خلکو غم خوړلی نو موږ به د ښو شرایطو غوښتنه نه کولای او مګې به اوس هم ژوندۍ وای.»انځور: DW/L. Louis

هغه په داسې حال کې چې مګې د پخواني کار ځای په سړکونو کې موتړ چلوي، وايي: «ځینې هغه موټر چې پولیس يې چلوي، په سلهاو زره کیلومتره چلیدلي وي. کله چې موږ تیز سرعت لرونکی موټر تعقیبوو، نو نه یې شو ګیرولی. زموږ مخابرې هم ډیر وخت کار نه کوي. موږ په همدې کمو امکاناتو باید په داسې سیمو کې کار وکړو چې خلک مو په تیږو ولي او راباندې لاړې تو کوي. دا شرایط په رښتیا چې پر موږ ډیره بده اغیزه لري.»

دوامداره کار

د لیبیو په خبره، فرانسوي پولیس د ترهګرۍ د ګواښ له کبله نه شي کولی چې رخصتي واخلي. په هغې لیرې پرتې سیمه کې چې میګې کار کاوه، له کمري سره له موټره بهر تلل د سهار له خوا چې د مخدره موادو کاروبار لا نه وي پیل شوی، خطرناکه وو. لیبیو وایي چې مګې په دې نظر وه چې د پولیسو مدیران، د ساحوی کارکوونکي کاري شرایط لا پسې سختوي.

هغه وایي: «هغوی [رییسان] د قاطع پایلو غوښتنه کوي. مګې باید په میاشت کې ۳۰ کسان نیولي وای. دا مهمه نه وه چې په څه خاطر [...] رییسان څرنګه کولی شي داسې قواعد معرفي کړي چې په پایله کې یې له موږ څخه د خلکو کرکه لا پسې ډیریږي.»

خو د فرانسې حکومت وایي چې د پولیسو په منځ کې ځان وژنې هرو مرو د هغوی د کار شرایطو پورې تړلې موضوع نه ده. دا په داسې حال کې ده چې حکومت دویچه ویله ته اجازه ور نه کړه چې د پولیسو له یوې ګزمې سره مل شي، چې د هغوی کاري شرایط په سمه توګه انځور کړای شي.

له ځان وژنې سره د مبارزې له پاره لا ډیر ارواح پیژندان

د فرانسې د پولیسو چارواکو له ځان وژنې سره د مبارزې په موخه د پولیسو له پاره د راواح پیژندونکو شمیر لوړ کړی دی. اوس د ۱۲۰ زرو پولیسو له پاره د ۵۰ پر ځای ۸۹ روانشانسان ګومارل شوي دي.

د پولیسو د اداري څانګې مشر ګیرارد سلیریسي، دویچه ویله ته وویل چې دا د نورو هیوادونو په پرتله د ارواح پيژوندونکو لوړ شمیر دی. خو هغه دا خبره و نه منله چې پولیس له اساسي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغه وویل: «دا په بشپړه توګه نورماله خبره ده چې موږ خپلو پولیس ته مشخص هدفونه ورکوو. موږ باید د مالیه ورکوونکو د پیسو مصرف توجیه کړو.»

سلیریسي وویل چې اوس پر پولیسو فشار کم شوی او دا چې په څلورو راتلونکو کلونو کې به ۷۵۰۰ اضافي افسران وګومارل شي.

خو دغه ځوابونه لیبیو نه قانع کوی. هغه وایي چې د پولیسو بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا شته: «که زموږ حکومت د خلکو غم خوړلی نو موږ به د ښو شرایطو غوښتنه نه کولای او مګې به اوس هم ژوندۍ وای.»