1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د شمېرو او ارقامو په اټکل کې غلطي کوو؟

۱۴۰۱ بهمن ۲۶, چهارشنبه

په ورځني ژوند کې ډېر وختونه داسې پېښېږي چې د شیانو جسامت او حجم یا هم د فاصلو اندازې او د خلکو شمېر اټکل کړو. د ساینسي مطالعاتو څېړونکی عرفان کسرایي د هغو ادراکي تېروتنو په اړه څېړنه کړې چې موږ د اټکل په وخت کې خطا باسي.

https://p.dw.com/p/4NWTj
Symbolbild Menschen gezoomt auf der Straße
انځور: Fotolia/Antonio Gravante

ژوندي موجودات د خپل بقا له پاره د اټکل، تخمین او په دې اړه تل د بحث کولو په حال کې دي. له یوې وحشي پیشو نیولي چې د خپل ښکار د واټن، سرعت او لوړوالي اټکل کوي تر هغه موټر چلوونکي چې د موټر او د پارکینګ دیوال ترمنځ واټن اټکل کوي. تخمین او اټکل د ځمکي پر سر د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. 

اټکل له موږ سره مرسته کوي چې د خپل چاپېریال په اړه کره ارزونه او پوهه ولرو او په ورته وخت کې د راتلونکو پېښو د وړاندوینې له لارې ورسره مخامخ کېدو ته ځان چمتو کړو. 

د بېلګې په توګه کله چې د پیسو دخل، میاشتني لګښتونو او عایداتو اټکل کوو یا د سفر د مودې په اړه تخمین کوو، په حقیقت کې موږ له دې محاسبې سره په پام کې لرو چې مخکې له مخې د هغه څه له پاره چې ورته انتظار باسو ځان چمتو کړو.  

ځینې اټکلونه په اصل کې کره نه وي او په اصطلاح یو خیال ګڼل کېږي. هغه اټکلونه چې موږ ته د یوې موضوع د عمومیت په اړه یو تصور په واک کې راکوي او معمولاً له کومې ځانګړې ستونزې پرته پکې شمېرې په مستقیمه توګه بیانوو او يوې تخمیني شمېرې ته نيږدې کېږي. 

د بېلګې په توګه که یو څوک له موږ څخه پوښتنه وکړي چې د تیلو تر پمپ پورې څومره لار ده، اند که نقشه ۱۸ کیلومتره او ۶۵۳ متره وښيي، نو د دې جملې ویل چې د تیلو تر راتلونکي پمپ پورې ۲۰ کیلومتره لار ده، د منلو وړ اټکل به وي.

دا ښکاره خبره ده چې په دې ډول اټکل کې د متر او سانتي متر کره والی په پام کې نه نیول کیږي، خو که څوک دا شمیرې د مثال په توګه ۸۰۰ متره یا ۳۰۰ کیلومتره اټکل کړي نو دا امکان نه لري چې ښه اټکل وګڼل شي.

دوست علي خان چې د ناصرالدین شاه د دربار نیږدې کس وو، د نوموړي د شخصي ژوند په اړه په خپلو یادښتونو کې «قم» ته د هغه د سفر یادونه کوي او د «حوض سلطان» جهيل د اندازې په اړه د ناصرالدین شاه اټکل او د سترګو اندازې ته اشاره کوي. هغه لیکلي چې هر چا اټکل وکړ. یوه وویل ۱۲ فرسنګ «په فارس کې د فاصلې اندازه کولو مقیاس چې له ۶ کیلومتره سره برابر دی» او ځینو هم د ۱۷ فرسنګو اټکل وکړ. ناصرالدین شاه هم جهيل ته وکتل او ویې ویل چې څرنګه چې د اوبو سلسله د «میسلې دښتې» ته غځول شوې ده نو غوره ده چې ۲۴ فرسنګ ولیکل شي او ژوروالی یې تر ۲۰ ذرع «یو ذرع له ۱۰۴ سانتي مترو سره برابره ده» ولیکل شي.

اړوند مطلب:څېړنه: په جين کې بدلون د يادښت د تلو ناروغۍ مخه نيولی شي

البته د داسې ابعادو اټکل کول ستونزمن کار نه و او د بیلګې په توګه له جهيل څخه د تیریدو نږدې وخت محاسبه کولو سره یو ښه شمیر اټکل کیدای شي. خو اټکل تل د مشاهدې او محاسبې پر بنسټ ممکن نه دی او د ځینو اټکلونو له پاره یو څوک باید د موضوع په اړه مخکینۍ پوهه ولري.
د بېلګې په توګه، که لمر ته سفر وکړو څومره وخت به ونیسي؟ یا په متحده ایالاتو کې د تیلو پمپونو شمېر څومره دی یا هم په ځمکه کې د ټولو میږیانو وزن څومره دی. د دې ډول پوښتنو ځوابونه معمولا دومره ساده نه وي چې یو څوک د مخکینیو معلوماتو له درلودلو پرته اساسي او معقول اټکل وکړي.


څنګه د هرڅه اټکل وکړو؟


آرون سانټون د «څرنګه تر یوه حده هرڅه اټکل کړو؟» په کتاب کې د اندازې او اټکل کولو میتودونو په زړه پورې بېلګې وړاندې کوي. د بېلګې په توګه یو سړی په خپل ژوند کې په اوسط ډول څو کیلومتره مزل کوي؟ د هر انسان ویښتان یا نوکان د خپل ژوند په اوږدو کې په اوسط ډول څومره وده کوي؟

اړوند مطلب:خپګان او په ځوانانو کې د زړه د ستونزو د زیاتوالي خطر

که موږ د امریکایانو د بوټانو بندونه یو په بل پسې وتړو، دا به مو څو ځلې د امريکا په شاوخوا کې راوګرځوي. د کانګرس په کتابتون کې که یو کس ټول کتابونه ولولي څومره وخت نیسي؟

دا ډول اټکلونه که څه هم په عمل کې ممکن وي خو له ذهن څخه لرې او غیر عملي دي. د بېلګې په توګه، د کانګرس د کتابتون د ۱۱۸ ميلیونو کتابونو لوستلو له پاره ۵۹ ميلیونه ورځې یا ۱۶۰ زره کاله وخت به ونیسي په دې شرط سره چې یو سړی وکولای شي په ورځ کې دوه کتابونه ولولي. دا ډول پایله د ډیریو لاملونو د ساده کولو او پریښودلو پایله ده، او هرڅوک کولی شي معلومه کړي چې دا اټکل څومره غلط دی.

ځینې ​​اټکلونه او ګومانونه یوازې ذهني لوبې دي او هیڅ علمي کارونه نه لري، خو له موږ سره مرسته کوي چې د یوې مسألې د لوړ او ښکته حدودو عمومي اټکل ترلاسه کړي او د هر څه د اټکل له پاره یوه ننګونکې لاره پیدا کړو. د بېلګې په توګه تصور وکړئ چې د سینما په تاریخ کې له پیل څخه تر اوسه پورې د ټولو فلمونو لیدل څومره وخت نیسي، یا په اوسط ډول د ۲۵ ميلیارد ډالرو مصرف څومره وخت نیسي.
د دې ډول اټکلونو پایلې کله ناکله زموږ له شعور او ابتدايي احساس سره په بشپړه توګه مخالف وي. په ځانګړي توګه چیرې چې نمایي توابعو او د ریاضیاتو عجیبې ځانګړنې څرګند کېږي.


د نفوس اټکل، سیاسي لښکر کشۍ


په یوه مظاهره یا لاریون کې د ګډون کوونکو د شمیر اټکل او ګومان کول، په ځانګړې توګه که په سیاست پورې اړه ولري خورا حساس دی. ځکه په ټوله کې د هر ګوند او ډلې سیاسي وزن په ټولنه کې د هغوی له عمومي محبوبیت څخه سنجول کیږي او دا ډول کار د یوه هیواد سیاسي معادلې په بشپړه توګه بدلولای شي.

اړوند مطلب:میاشتنی عادت څنګه د جنسي اړیکي پر غوښتنه اغیز لري؟

نن ورځ له لوړي فاصلې څخه انځورنه، د سپوږمکیو نقشې، ګوګل او ډېری نورو اسانتیاو په لرلو سره کولای شو درک او اټکل وکړو چې په یوه لاریون کې څومره خلک راټول دی.

د لویو شمیرو اټکل کول، پرته له محاسبې، معمولاً خورا غلط وي؛ ځکه چې د انسان مغز ممکن د ۳ ميلیونه نفوس په اړه سم او په ملموس ډول تصور ونه لري. له همدې امله د یوه دیکتاتور حکومت تبلیغاتي دستګاه په اسانۍ سره کولای شي د خپلو سیاسي اهدافو د پرمخ بیولو له پاره د خپلو مخالفینو د ډارولو له پاره د ۵۰ یا ۱۰۰ زرو نفوس درې میلیونه اعلان کړي.

له همدې امله، په غونډو کې د ګډون کوونکو خلکو تحلیل د څیړنې موضوع ده او د دې له پاره ځانګړي کمپیوټر ماډل ډیزاین او وړاندې شوي.
د کمپیوټر ماډلینګ د یوې ساحې د مساحت په پیژندلو او په عکسونو کې د نفوس د کتلو پراساس په لاریون کې د ګډون کوونکو شمېر په توګه اټکل کوي، په بل عبارت په هر مربع متر کې د ولاړو خلکو د شمېر په اړه  اټکلوي.

له همدې امله دا ستونزمنه ده چې په یوه غونډه کې د ګډون کوونکو شمیر اټکل شي، او کیدای شي د اټکل په پایله کې لسګونه زره یا حتی ډېر توپیرونه ولري.

Iran Erfan Kasraie
د ساینسي مطالعاتو څېړونکی عرفان کسرایيانځور: privat
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل