ولي بهرني سفیران د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ته ورځي؟
۱۳۹۸ مهر ۱۶, سهشنبهیوازې په تیرو څو ورځو کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د امریکا د سفارت یوه لوړ پوړې چارواکې، د انګلستان سفیره او د ناټو ملکي استازي تللي دي.
که څه هم دغه سفرونه په اصل کې د کمیسیون د چارو د ارزونې په موخه ترسره کیږي خو ښايي یو بل هدف یې د ټاکنو د پایلې تر اعلان وروسته د یوه احتمالي کړکیچ مخنیوی وي.
د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر کارین دیکر، د دوشنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون ته تر تلو وروسته، په کابل کې د امریکا د سفارت پر پاڼه لیکلي دي: «د افغانستان په ټاکنو کې د درغلۍ ځای نه شته. افغان رای اچوونکي د دې مستحق دي چې یوازې قانوني رایي یې په بیطرفۍ او شفافیت سره وشمیرل شي.»
په افغانستان کې د انګلستان سفیره د ناټو ملکي استازي او د کانادا سفیر نور هغه کابل میشته بهرني چارواکي دي چې په وروستیو ورځو کې یې د ټاکنو کمیسیون ته سر ورښکاره کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون ادعا کوي چې تیرې ولسمشریزې ټاکنو د افغانستان د تیرو درو ولسمشریزو ټاکنو په ډله کې تر ټولو شفافې وي. خو د وخت په تیریدو سره ډیرو نوماندانو په ټاکنو کې د درغلیو د شتون په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.
په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې چې په ۲۰۱۴م کال کې تر سره شوې د ټاکنو پر کمیسیون سختې نیوکې وشوې او د ټاکنو د پایلو اعلان څو میاشتې وخت ونیوه. تر ټاکنو وروسته رامنځ ته شوی کړکیچ خو دومره اوږد شو چې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راغی او د ملي یووالي حکومت په جوړیدو کې یې مرسته وکړه.