ولسي جرگې جگړو کې ښکېل کسان وبخښل
۱۳۸۵ بهمن ۱۲, پنجشنبهاعلان
د دغې پرېکړې له مخې هر هغه څوک چې خپله وسله په مځکه کېږدي او له جگړې څخه لاس واخلي، بخښل کېږي. دغه پرېکړه د چهار شنبې په ورځ وشوه او انتقادکونکي دې ته اشاره کوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر او پخوانی لومړی وزير گلبدين حکمتيار، چې اوس د يوې اورپکې ډلې مشري ورپه غاړه ده، هم کولای شي له دغې پرېکړې څخه گټه پورته کړي. د بشر د حقوقو ډلو په افغان حکومت باندې فشار راوستی دی او وايي هغه کسان چې جرمونه او جنايتونه يې کړي دي بايد سزا وويني، په دې کې د هغوی په وينا د ولسي جرگې غړي او د حکومت لوړپوړي چارواکي هم راځي. خو ولسي جرگې غبرگه کړه چې دغه کار د ملي پخلاينې په لور يو مهم گام دی.