1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر په ارزګان کې د بچه بازې پیښو په اړه د څیړنې امر وکړ

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

افغان ولسمشر د پولیسو په منځ کې د «بچه بازي» د پیښو په اړه د یوې هر اړخیزې څیړنې امر کړی دی. تر دې مخکې د فرانسې خبري آژانس ویلي وو چې طالبان د پولیسو پوستو ته تنکي هلکان استوي او بیا یې په مرسته بریدونه ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/1JEkm
Pakistan Kindesmissbrauch Hussain Khan Wala
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د فرانسې خبري آژانس په رپوټ کې راغلي چې طالبان لومړی دغه هلکان د پولیسو پوستو ته استوي او بیا د وخت له تیریدو سره د هغوی په مرسته بریدونه ترسره کوي. په رپوټ کې زیاته شوې چې دغه شان پیښو په ارزګان ولایت کې په سلهاو پولیس وژلي دي. دې رپوټ نړیوال غبرګونونه راوپارول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې بیانیه کې راغلي دي: «ولسمشر [په ارزګان ولایت کې] د یوې هر اړخیزې څیړنې او د څیړنې د موندنو پر اساس د عاجلو اقداماتو امر کړی دی.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «هر کس، پرته له دې چې رتبه یې په پام کې ونیول شي، که ګرم وبلل شي نو د افغانستان د قوانینو او نړیوال مسوولیتونو له مخې به ورته جزا ورکړل شي.»

تر دې مخکې د فرانسې خبري آژانس ویلي وو چې طالبان د بچه بازي له قربانیانو څخه په ارزګان ولایت کې د د پولیسو د قومندانانو، قاضیانو او نورو دولتي چارواکو پر ضد د بریدونو ترسره کولو په موخه کار اخلي.

که څه هم طالبانو دغه رپوټ په کلکه رد کړی دی، خو په رپوټ کې راغلې موضوعګانې په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو تر پښو لاندې کولو پیښې په ګوته کوي.

په ارزګان ولایت کې د پولیسو له خوا د هلکانو د ساتلو د رپوټونو تر خپریدو وروسته په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هم دغه موضوع وغندله او پر افغان حکومت یې غږ وکړ چې د ماشومانو ساتنه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب