1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني لس تنه نوی نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړل

۱۳۹۹ شهریور ۲۴, دوشنبه

د افغانستان ولسمشر تر ډير ځنډ وروسته نن لس تنه نوي نوماند او سرپرست وزيران معرفي کړل. ارګ په داسې وخت کې دغه وزیران معرفي کوي، چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټيمونو هم د سولې مخامخ مذاکرات پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3iRf5
Afghanistan  Inauguration
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ نن د افغانستان حکومت د کابينې د لس تنو نوماند او سرپرست وزيران له معرفي کيدو څخه خبر ورکړ.

په دې اړه د ارګ له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه نوماند او سرپرست وزيران د ولسمشر اشرف غني د فرمان پر بنسټ نن تر غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې معرفي شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلاميې پر اساس، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت د نوماند او سرپرست په توګه، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو، انوارالحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، مېرمن معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عباس بصیر د لوړو زده کړو، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ او مېرمن کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې په توګه ټاکل شوي دي.

د ارګ په اعلامیه کې د ولسمشر غني د لومړي مرستيال امرالله صالح له قوله ویل شوي دي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته داخلېدل له ټولو نورو هویتونو سره خدای پاماني او په یو ملي هویت بدلېدل دي، چې هدف یې د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي.»

ولسمشر غنی، دغه لس تنه نوماند او سرپرست وزيران په داسې يو وخت کې معرفي کوي چې دې سره جوخت هاخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي پلاوې د سولې خبراترو له پاره راټول شوي دي.

د رپوټونو له مخې نن دوشنبه (د سپتمبر ۱۴مه) دواړه لوري د لومړي ځل له پاره په خپلو کې د سولې خبرې اترې پيل کړي.

افغان سياستوال او د افغانستان نړيوال شريکان پر دې ټينګار کوي چې په دوحه کې له رامنځ ته شوي فرصت څخه د افغانستان د روانې ۱۹ کلنې جګړې د پاي په موخه اعظمي استفاده وشي.

په دغو مذاکراتو کې د حکومتي پلاوي تر ټولو ډير تمرکز په لومړي سر کې پر يو سرتاسري اوربند سلا کيدل دي، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه په مشخصه توګه څه نه دي ويلي.

د رپوټونو پر اساس، طالب جنګيالیو د شنبې په ورځ چې په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو افتتاحيه غونډه وه، هم مهاله د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خونړۍ حملې ترسره کړې دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي هم نن په يوه ټويټري پيغام کې د اوربند پر مسئله ټينګار کړی دی. هغه لیکلي دي: «د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي د شتون موخه اوربند، د تاوتریخوالی پای ته رسول او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات تامینول دي.»

م.ک.ص./ب.ص