1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«عبدالله په یوه شپه کې د اساسي‌ قانون پر تغیر ټینګار کوي»

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

کابل ته د مایک پمپیو تر سفر او د امریکا د یو میلیارد ډالرو مرستو د کمولو تر پریکړې وروسته ولسمشر غني ولس ته په خپله وینا کې وویل چې د مرستو کمښت به د حکومت پر کلیدي سکتورونو باندې مستقیم اغیز ونه کړي.

https://p.dw.com/p/3Zwwg
Afghanistan  Inauguration
آرشیف انځورانځور: Reuters/O. Sobhani

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې ۲۴مه نیټه) په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په هکله ولس ته په خپله وینا کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره یې د تیرې ورځې ملاقات مثبت او رغونکی وو.

‌غني وویل چې په دې کتنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې پروسې په هکله هم بحث او خبرې وشوې.‌

ولسمشر غني په داسې حال کې ولس ته وینا وکړه چې تیره ورځ ‌مایک پمپیو له کابله ناخوښ بیرته ستون شو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وويل چي د قدرت پر سر مبارزې د امريکا او افغانستان اړيکو ته تاوان رسولی دی او دا چې دغه کار متأسفانه هغه افغانان، امريکايان او نور متحدين يې سخت مايوسه کړل، چي د دغه هيواد د بيا رغوني او راتلونکي له پاره مبارزه کي يې خپل ژوند او خپله هستۍ قرباني کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په دې اعلامیه کې افغانستان ته د یو میلیارد ډالرو مرستو د کمښت خبره هم کړې ده.‌

د مرستو کمښت دا په ډاګه کوي ‌چې لا هم په افغانستان د روان سیاسي ‌کړکیچ د حل کوم څرک نه بریښي. ‌ولسمشر غني په خپلو خبرو کې له ډاکټر عبدالله سره د ملاقات موضوع ته هم اشاره وکړه:‌ «غوښتل مې د خپلې وعدې پر اساس ډاکټر صاحب عبدالله ته د سولې پروسه کې اساسي نقش او د ټیم ملګرو ته یې په کابینه کې رول ورکړم، اما هغه د اساسي قانون پر تغیر ټینګار کوي، هغه هم په یوه شپه کې [او هغه هم] د ده او زما ترمنځ د تفاهم په اساس.»

ولسمشر غني وویل چې هغه د هیڅ فرد او ډلې په غوښتنه د أساسي قانون د تعدیل صلاحیت نه لري.‌
 

د ناکامه تجربو نه تکرار

په ورته وخت کې ولسمشر غني یو ځل بیا د ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ، ‌داسې یو حکومت چې د غني په خبره د ټولو سیاسي، ‌قومي، ژبني،‌ مذهبي،‌ جنسیتي او سمتي ډلو څخه جوړ وي او زیاتوي چې په دې برخه کې هغه او مرستیالان یې پر هغې باندې کار کوي.‌

ولس ته د خپلې لنډې وینا په ترڅ کې چې پر ملي ‌ټلویزوین خپریدله، ولسمشر غني خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ډله ایزو او سمتي ناکامه حکومتونو تجربه به تکرار نه شي او دغه څه په أفغانستان کې ناکام دي.

ولسمشر غني په پای کې په أفغانستان کې د کرونا له کبله رامنځ ته شوي وضعیت ته هم اشاره وکړه او پر طالبانو یې د اوربند غږ وکړ څو د هیواد ټولو برخو ته روغتیايي خدمات ورسول شي.‌

غني وویل:‌ «زه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې د دیني علماو غږ ته لبیک ووایي او د کرونا مصیبت څخه د خلکو د نجات په خاطر په اوربند موافقه وکړي.» ولسمشر غني د کرونا له کبله د احتمالي‌ بشري فاجعې د رامنځ ته کیدو مسوولیت طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته راجع کړ.