1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د طالب زندانيانو د آزادولو فرمان لاسليک کړ

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

د ولسمشر وياند ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني يو فرمان لاسليک کړی چې له مخې به یې د ۵۰۰۰ طالب زندانيانو آزاديدل په دوو پړاونو کې ترسره شي. په لومړي سر کې به ۱۵۰۰ زندانيان د حکومت له خوا د ښه نيت ښوولو په موخه آزاد کړل شي.

https://p.dw.com/p/3ZCIc
Aschraf Ghani  Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/AA/S. Sadat

د ولسمشر وياند صديق صديقي زياته کړې ده چې د دې فرمان پر اساس چې څلور مادې لري، نور ۳۵۰۰ زندانيان به د خبرو اترو تر پېلېدو وروسته، په دې شرط آزاد کړل شي چې تاوتريخوالی په څرگند ډول راکم شي.

د دې فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چي هغه زندانيان چې د دې فرمان څخه له لارې آزاديږي ژمنه به کوي چې بيرته د جگړې ليکو ته نه ستنيږي. زياته شوې چې دا کسان به د هغوی د بايوميترک پروسې تر بشپړيدو وروسته آزاديږي.

د فرمان دويمه ماده وايي چې په لومړي پړاو کې به د ۱۵۰۰ زندانيان د حسن نيت ښوولو په موخه آزاد کړل شي. دا ماده زياتوي چې هره ورځ به ۱۰۰ طالبان د هغوی سن او روغتيا او د دې په نظر کې نيولو سره چې د زندان څومره موده یې پاتې دی، آزاديږي.

د ولسمشر له خوا د عفوې او بنديانو د آزادوولو د دې فرمان په دریمه ماده کې راغلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوي ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو له پېل او د خبرو په جريان کې به په هرو دوو اونيو کې د طالبانو ۵۰۰ زندانيان په شرط آزاديږي چې تاوتريخوالی په څرگند ډول راکم شي.

څلورمه ماده وايي چې د دې فرمان د عملي کولو دنده د ملي امنيت شورا د فتر پر غاړه ده. په دې ماده کې راغلي دي چې نورې ټولې اړونده ادارې به په دې برخه کې همکاري وکړي.

د ولسمشر له خوا د دې فرمان تر لاسليکیدو څو ساعته د مخه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين ويلي ول چې امريکايانو ته یې د خپلو پنځه زره بنديانو نوملړ سپارلې دی او همدغه کسان بايد آزاد شي. نوموړي زياته کړې وه چې په دې ليست کې څوک جعل کاري نه شي کولی.

سهيل همدا راز زیاته کړې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مارچ د لسمې نیټې له پاره پلان شوې خبرې اترې به هم ترسره نه شي ځکه د بنديانو د آزادولو د دوی شرط نه دی منل شوی.

طالبانو ويلي ول چې د دوی آزاديدونکي بنديان په يوه دښت يا هم په زندانانو کې دوی ته وسپارل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د زندانيانو د آزادولو او تبادلې په اړه ژوره انديښنه څرگنده کړې ده.

bs/nz (dpa)