1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني خپل لومړي مرستیال ته کوم نوي مسؤلیتونه سپارلي؟

۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې نوې اونۍ یې له نویو مسؤلیتونو سره پيل کړه. دغه مسؤلیتونه څه دي او شنونکي یې په اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3eQrU
Afghanistan Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohar

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د ښاغلي غني په مستقیمه لارښونه به له نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۲۷مه) درې نوي مسؤلیتونه سمبال کړي.

ددغو مسؤلیتونو لومړی یې په لویو ښارونو کې د جرم او مجرمینو مهارول ښودل شوی.

ښاغلي صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «خلک مصئونیت او رواني ارامۍ ته اړتیا لري، له رښتينې پرمختګ څخه به خبر شي. شته وضعيت باید بدلون ومومي. مونږ ټول د غوره چاپیریال مستحق یو. انشاالله. د غوره پرمختګونو څخه به خبر شئ.»

ښاغلی صالح زیاتوي چې د خوندې او امن چاپيریال رامنځته کېدو لپاره له کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت مشاوریت سره له نیږدې کار کوي.

امرالله صالح تیرو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال تر غوره کېدو وړاندې د څه کم یوې میاشتې لپاره د کورنیو چارو سرپرست وزیر په توګه وګمارل شو.

ښاغلي صالح ادعا کړې چې د ۲۷ ورځو لپاره وزیر ؤ او په ۳۴ ورځ په کابل کې د غلا، وژنو، تښتونو او شکنجې په څېر ستر جرمونه صفر شول.

خو د چارو له یوشمېر کتونکو سره پوښتنه داده چې د اړوندو امنیتي چارواکو په شتون کې د ولسمشر لومړی مرستیال ولې د یو عادي مامور په څېر مسؤلیتونه پرغاړه اخلي؟

د پوهنتون استاد محمد یعقوب وطنمل دویچه ویله ته وویل، په امنیتي بنسټونو کې لاهم ګمارنې د وړتیا او مسلک له مخې نه کیږي: «یو بل دلیل دا هم دی چې حکومت په ټول افغانستان کې بیا په ځانګړې توګه د کابل ښار په امنیتي سکټور کې ځینې بې مسؤلیته او بې صلاحیته ادارې رامنځته کړي، چې بیا د لویو ښارونو د ناامنه کېدو مسؤلیت هم د یو بل پرغاړه اچوي.»

اوس په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي حوضو او د کابل امنیه قوماندانۍ ترڅنګ د کابل ګارنیزیون هم په امنیتي سکتور کې فعال دی، خو بیا هم کابل ښار د لسهاوو وسله والو غلاوو، وژنو او تښتونو شاهد وي.

Afghanistan Kabul | Ashraf Ghani, Sarwar Danish und Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

کورنیو چارو وزارت د روانې چنګاښ یا سرطان میاشتې یواځې په ۷ ورځو کې په کابل ښار کې ۵۷ بیلابیلې جینايي پېښې ثبت کړي چې په هغوی کې ۱۱ یې د وژنو دي.

د هغه جدول پر بنسټ، چې د وزارت ویاند طارق ارین دویچه ویله ته استولی، په تېره اونۍ کې په کابل کې د جینايي جرمونو په تور ۴۵ کسان نېول شوي او ۱۶ کسه تښتېدلي دي.

ادارې فساد سره د مبارزې مسؤلیت

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته دویم ورکړل شوی مسؤلیت په مالي نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول دی.

ده ویلي: «د هيواد عوايدو د زياتوالي په موخه د مالي نظام د چينجيانو پرضد په ځانګړي توګه په ګمرکونو کې، د اړينو او د منلو وړ مالوماتو پر بنسټ د اقدام تګلارې جوړول.»

د صالح په وینا خپل دغه مسؤلیت به د ماليي وزارت او اداري اصلاحاتو کمېسیون سره همغږ کړي.

دغه راز، دریم مسؤلیت یې د سیمه ییزې حکومتولی ارزول او په دې اړه د شته ستونزو حلول ښودلی.

دی وايي: «له کوچني اداري واحد يعنې ولسوالۍ او کوچني ټولنيز واحد يعنې کلي څخه د محلي حکومتولۍ ارزول، د اغېزمن مدیریت، د کوچنيو شخړو په حلولو کې د ولس برخې اخیستنې ته ارزښت ورکولو او د دولتي خدماتو د ښه والي په موخه به سر له نن څخه لاس په کار شم.»

د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح داسې مهال د خپلو مسؤلیتونو په اړه خبرې کوي چې دوه ورځې وړاندې په ټولیزو رسنیو کې ښاغلي صالح ته منسوب ټيلفوني غږ خپور شو.

په دې غږېزه مکالمه کې اورېدل کیږي چې ښاغلی صالح د پولیسو یوه افسر ته د وژلو او سرپرې کولو لارښونه کوي.

د ښاغلي صالح مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ددغه غږیزې مکالمې په اړه ویلي چې په غږ کې لاسوهنه شوې او بل دا چې دا په هغه مهال پورې اړه لري چې نوموړی د کورنیو چارو سرپرست ؤ.

اسماعیل شاکر – کابل