1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

خیبرپښتونخوا کې وسلوالو دوه پولیس سرتیري وژلي

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکي وايي پر موټرسيکل سپرو نامعلومو وسلوالو کسانو د سه شنبې په ورځ دوه پولیس په ډزو وژلي دي. د معلوماتو له مخې یادو پولیس سرتیرو د پولیو کمپاین د کارکونکو یوه ډله ليږدوله چې تر بريد لاندې راغلل.

https://p.dw.com/p/4Fazb
Pakistan | Selbstmordanschlang in Quetta
پاکستان - د آرشیف انځورانځور: Ghani Kakar

له پيښوره د استوشتید پریس د رپوټ پر اساس، په سیمه کې د پولیسو يو افسر، محمد عمران وويل چې په دغه برید کې د پولیو کارکوونکو ته کوم زيان اوښتی نه دی او د پولیو د ټیم امنیت ساتونکو پولیس سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زياته شوې د پولیو څلور کارکونکي او هغه پولیس چې دوی ېې لېږدول، ټول پر موټرسيکلونو سفر کاوه.

دغه حمله د پاکستان د خیبر پخښتونخوا ایالت په ګومل سېمه کې شوې او په سملاسي توګه ېې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی. دغه حمله، په پاکستان کې د پولیو ضد واکسيناسیون کمپاين پر دوهمه ورځ شوې ده. په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاينونه معمولا له تاوتريخوالو سره مل وي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازيني هیوادونه دي چې لاهم پکې د پولیو يا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پيښې شتون لري. پاکستان په ۲۰۲۱م کال کې د پولیو يوازې يوه پيښه ثبت کړې وه، چې د دغې ناروغۍ پای ته ېې هيله مندي ډیره کړې وه. خو پاکستان د اپریل مياشتې راپدېخوا د پولیو تازه ۱۴ پېښې درلودې چې ټولې ېې په خیبر پخښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي.