1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

وسله والو د پوليسو يو ايرانی مشر وژلی او ښځه يې ژوبله ده

۱۴۰۱ خرداد ۷, شنبه

وسله والو د ايران په جنوب ختيځ په سيستان بلوچستان ولايت کې د پوليسو يو مشر وژلی او مېرمن يې ژوبله کړې ده. دغه خبره د ايران دولتي رسنيو کړې ده.

https://p.dw.com/p/4BzRp
Iran Polizei in Teheran
انځور: Marco Hadem/dpa/picture alliance

خدابخش پاکيرشاهي چې د دلګان ولسوالۍ ولسوال دی، د ايرنا دولتي خبري آژانس په حواله ويلي دي چې د وسله والو بريدکوونکو يوه حمله کې »تېره شپه... د پوليسو سمونيار عباس راهانجام ووژل او ښځه يې ژوبله شوه«.

د دغه چارواکي په خبره ډزې له دلګان څخه د ايرانشهر ښار ته په لاره وشوې. نوموړي زياته کړه چې د سمونيار راهانجام مېرمن د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوې ده. د ايسنا خبري آژانس په حواله بريدکوونکو »کلاشينکوف ټوپکونه وکارول« او د پوليسو پر روان موټر يې ډزې وکړې چې ورپسې هغوی »له صحنې څخه وتښتېدل.«

 دغه خبره د ياد ولايت د پوليسو مشر، احمد طاهري د ايسنا خبري آژانس په حواله کړې ده. هغه زياته کړې چې »پوليسو تحقيقات پيل کړي څو تښتېدلي عاملين وپېژندل او ونيول شي.«

د ايران د سيستان بلوچستان ولايت چې له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري، د امنيتي ځواکونو او وسله والو ډلو تر منځ د ډېرو بريدونو او نښتو شاهد دی. دغه ډلې يا قاچاق وړونکي، بېلتون غوښتونکي يا افراطي ډلې وي. په نومبر مياشت کې په دغه ولايت کې د يوه سمونوال په ګډون درې تنه پوليس هم وژل شوي ول.

آ./ن.ص./ا.ا.