1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: غلو د خیاط په سوونه ګنډل شوې جامې غلا کړي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبه

وسلوالو کسانو د اختر په درشل کې له يوه پاکستاني خياط څخه په زوره تر ۲۰۰ جوړو زيات کالي غلا کړي دي. ياد خياط تړل شوی او کارکوونکي يې وهل او ډبول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Aep3
Pakistan Symbolbild Markt
انځور: Arif Ali/Getty Images/AFP

محمد رزاق د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دوه وسله وال کسان په اسلام آباد کې د ده مغازې ته ورننوتل او ورپسې له شاوخوا ۲۴۰ جوړه کميس پرتوګ جامو سره وتښتېدل. دغه کالي د پاکستان ملي لباس هم بلل کيږي. رزاق وويل چې »پوليسو ونه شوای کولی چې د دغو بې رحمه کسانو کوم څرک ولګوي چې اختر يې راته په خپسه بدل کړو.«

دغو جامو د ۷۲۰ زرو پاکستاني روپيو قيمت درلود چې تقريبا ۴ زره ډالره کيږي. پاکستانيان او د ټولې نړۍ مسلمانان په عادي ډول د اختر رخصتۍ او چوټۍ د نويو جامو او پسولونو په اچولو سره نمانځي. داسې اټکل کيږي چې د اختر جشن به ډېر ژر د مياشتې په ليدو سره اعلان کړل شي.

په تېره شتمن خلک ډېر قيمتي شيان اغوندي خو غريبه او بې وزله کسان هم هڅه کوي چې په دغو ورځو کې ښې او نوې جامې واغوندي چې د خياطانو له خوا جوړې شوې جامې ډېری وخت په دوکانونو کې د خرڅېدونکو کاليو په پرتله يو څه آرزانه وي.

د رزاق په مغازه کې آلمارۍ د جمعې په ورځې تشې پرتې وې او نوموړی د ګنډلو د ماشين شا ته خپه ستومانه ناست وو. ده وويل چې »ما په دغه ځای کې د تېرو شلو کلونو راهيسې کار کړی دی او مشتريان راته د اسلام آباد او روالپينډۍ له شمتنو سيمو څخه راځي چې ليبل لرونکی او قيمته ټوکر هم راڅخه غواړي.«

Pakistan Symbolbild Markt
په پاکستان کې اوس اختر ته هم تياری نيول کيږيانځور: Arif Ali/Getty Images/AFP

سلمان اشرف يو د هغو خياطانو څخه دی چې د غلو له خوا تړل شوی و. دی وايي چې غلو په دغه پېښه کې له ډېر تاوتريخوالي څخه کار واخيست. دی زياتوي چې »وسله والو ووهلو، له پړيو سره يې وتړلو او راته يې وويل چې غلي پاتې شو.« پوليسو پېښه تائيد کړې ده او وايي چې په اړه يې پلټې هم پيل شوې دي.