ورځپاڼه: طالبان د افغانستان په اړه سوله ایز لید لوری نه لري
۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سهشنبهدغه خبره سویسۍ ورځپاڼي «نویه څوریشر څایټونګ» نن سه شنبه (د سپټمبر ۱۵ مه) کړې او لیکلي يې دي، چي طالبان اوس د نویمو کلونو په نسبت، د دوی د حاکمیت پرمهال د ډیرو شیانو منلو ته تیار دي: مثلآ د رسنیو او میډيا ، عصري تکنالوژي او یا د ښځو د تعلیم او تربیې په ارتباط . حتي د دوی تر کنټرول لاندي منطقو کي د نجونو مکتبونه هم سته.
خو ورځپاڼه اضافه کوي، ولس ته دغه امتیازات ډیر فرعي دي او لا د بشر د حقوقو د سټاندارد سره برابر نه دي. دوه واره په همدې عیسوي کال کي لنډ اوربند قایم سو، خو دواړه واره د طالبانو قومندانانو خپلو جنګیالیو ته اجازه ورنه کړه، چي دحکومت تر کنټرول لاندي منطقو ته ولاړ سي.
ورځپاڼې زياته کړې چي طالبان د افغانستان هیڅ سوله ایز لید لوری نه لري، نه پوهیږي، چي څنګه دغه کار وکړي او پخلایني ته انکشاف ورکړي. اوس به نو «په دوحه کي مذاکرات ښکاره کړي، چي هغوي په دې اړه هم یو څه زده کړي دي؟»