1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا غبرګون، افغان حکومت ته څه پیغام لري؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

امریکا په کابل او ننګرهار کې وروستیو برېدونو ته په یوه بې ساري غبرګون سره افغان حکومت او طالبان د داعش پرضد ګډ کار ته رابللي. خو افغان ولسمشر بیا د طالبانو پرضد د جګړې اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/3cAXo
Afghanistan Kabul Anschlag auf Beerdigung
انځور: Reuters/Parwiz

د امریکا خارجه وزارت وايي، پرعامه تاسیساتو برېدونه وحشیانه عمل دی چې عاملین یې باید سزا وویني.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې ویناپاڼه کې د ننګرهار او کابل برېدونو د عاملینو پرضد افغان حکومت او طالبان ګډ کار ته هڅول شوي.

ویناپاڼه زیاتوي: «طالبانو په دې بریدونو کې خپل لاس درلودل رد کړي او دواړه بریدونه یې غندلي دي، طالبان او افغان حکومت باید ددغو بریدونو د عاملینو محکمې ته په راکشولو کې همکاري وکړي.»

اعلامیه زیاتوي چې د کرونا بحران او د روژې په مبارکه میاشت کي دغه ډول برېدونه یو غیرانساني عمل ده.

په کابل او ننګرهار کې د تېرې ورځې برېدونو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

امریکا داسې مهال ددغو برېدونو د عاملینو پروړاندې پر افغان حکومت او طالبانو د ګډ کار غږ کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو امر وکړ.

ولسمشر غني په یوه ټلویزوني پیغام کې وویل: « د اوربند او سولې لپاره د ولس، علمای کرامو، حکومت او نړیوالې ټولنې د بار بار غوښتنو باوجود لا هم طالبانو له جنګ او افغان وژنې څخه لاس نه دی اخیستی او زموږ پر هیوادوالو او عامه ځایونو یې خپل بریدونه زیات کړي دي، نو د هیواد د دفاع، د هیوادوالو او عامه تاسیساتو د امنیت او خوندیتوب او د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفع کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوم چې د دفاعي حالت پرځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن پر وړاندې خپل عملیات پيل کړي.»

سیاسي شنونکي عبدالستار سعادت دویچه ویله ته وویل، ولسمشر غني په دغه پیغام سره هڅه وکړه چې د پرونیو برېدونو پړه پر طالبانو واچوي، په داسې حال کې چې دې ډلې دغه برېدونه رد کړي دي.

ښاغلی سعادت زیاتوي ولسمشر غني ته د امریکا خارجه وزارت د اعلامیې سیاسي پیغام دادی چې که طالبانو سره جګړې ته ځي، د امریکایانو ملاتړ به له ځانه سره نه لري.

«امریکا په لومړي ځل په دغه اعلامیه کې داسې وښودله چې ګواکې دواړه (افغان حکومت او طالبان) یې متحدین دي، دواړه یې تشویق کړل چې اختلافات دې پرېږدي او د اصلي تروریستانو ادرس پرضد دې لاړ شي او دا ډير شدید پيغام و چې ولسمشر غني ته وايي مونږ نور د طالبانو پرضد جګړه کې ستاسو سره نه یو.»

د سعادت پروینا د امریکا ملاتړ له لاسه ورکولو خطر سربیره هم دا د ولسمشر غني مجبوریت و چې د طالبانو پرضد د جګړې اعلان وکړي.

طالبانو له امریکایانو سره د سولې تړون تر لاسلیک وروسته په پرله پسې توګه افغان ځواکونه ترسختو برېدونو لاندې راوستل.

دوه ورځې وړاندې لغمان کې د ۱۸ افغان پوځیانو وژنه او تر هغې وړاندې په زابل کې د شاوخوا ۲۰ افغان سرتیرو وژل کېدل ددغو برېدونو وروستی بیلګې دي.

خو ځیني نور شنونکي بیا د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو اعلان د بین الافغاني خبرو د سبوتاژ هڅه بولي.

افغان ژورنالیست ولی الله شاهین چې د سولې خبرې له نږدې څخه څاري دویچه ویله ته وویل، ولسمشر غني وروستي برېدونه د جګړې غځولو لپاره "بهانه" کړل.

«ښاغلي ولسمشر غوښتل چې له دغو وروستیو غمیزو او خونړیو پیښو څخه یو داسې موج جوړ کړي چې هغه د طالبانو په خلاف وکاروي او جنګ شدید کړي، چې طالبانو سره د سولې روانه پروسه یا سبوتاژ کړي او یا یې هم وځنډوي.»

طالبانو بیا د ولسمشر غني د جګړې اعلان ته په خپل غبرګون کې ویلي چې جنګیالي یې د حکومت هرډول تعرض پروړاندې ټینګ چمتوالی لري.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «د اسلامي امارت په وړاندې د تعرضي جګړې اعلان ښکاره کوي چې اشرف غني غواړي نور هم خپله واکمنۍ د جګړې په سیوري کې وغځوي.»

طالبانو ان دا تور هم لګولی چې د کابل او ننګرهار په څيړ خونړي بریدونه د کابل او نورو ښارونو په استخباراتي میلمستونونو کې د داعش مهم کسان پلانوي.

هاخوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال ځیني پخواني جګپوړي چارواکي طالبانو سره د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د داعش ډلې فعالیتونه "لوی ښودل" د امریکا هڅه بولي.

په دغو پخوانیو چارواکو کې د حامد کرزي د دفتر رییس او اطلاعاتو و فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خرم دی چې پر خپل ټویټر پاڼه یې د داعش ضد وروستیو رسنیزو پیغامونو ته اشاره کړې.

ښاغلی خرم لیکي: «له هغو اعلانونو چې امریکایانو جوړ کړي او دوی پورې تړلو رسنیو کې یې په دوامداره توګه خپروي، په ډاګه کیږي چې د داعش غټ ښودلو لپاره تبلیغ کوي، څرګنده ده چې باید د تېرې ورځې بریدونو په څير د لانورو وحشتناکو بریدونو په تمه اووسو.»

د ښاغلي خرم پروینا دا ډول بریدونه په افغانستان کې د امریکا د جګړې نوې بڼه او مرحله ده.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې وړمه شپه په بلخ ولایت کې یوه هوايي برید ۱۱ کسان ووژل.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، وژل شوي وسله وال طالبان دي، خو ځايي خلک یې هغه بزګران بولي چې د شپې ناوخته یې خپلې کروندې اوبه کولې.
اسماعیل شاکر – کابل

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail
Afghanistan Kabul Anschlag auf Klinik von Ärzte ohne Grenzen
انځور: Reuters/M. Ismail