1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: د چين د «بين الافغاني» غونډې گډونوال مشخص شوي

۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبه

افغان حکومت په چين کې په بين الافغاني غونډې کې د گډون له پاره له خپل چمتووالي خبر ورکړی دی. د ولسمشر مشاور وحيد عمر، اعلان کړی چې د چين په غونډه کې د گډون کوونکو نوملړ یې چمتو کړی او دغه هېواد ته یې استولی دی.

https://p.dw.com/p/3Ttb8
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

وسله والو طالبانو په اکتوبر میاشت کې خبر ورکړی وو چې چين په افغانستان کې د جگړې د ختمولو د خپلو هڅو په لړ کې يوه بين الافغاني غونډه جوړوي. په پام کې وه چې دا غونډه د اکتوبر په ۲۹ او ۳۰ نیټه ترشره شي خو دا غونډه پرته د کوم دليل د وړاندې کولو څخه وځنډيده.

د افغانستان حکومت اوس په دې غونډه کې افغانستان له لوري د گډون کوونکي پلاوي د نوملړ د شريکولو خبره کړې ده. د افغانستان د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې رئيس وحيد عمر، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د افغانستان حکومت د پيکينگ کې غونډې له پاره چمتووالی بشپړ کړی او په غونډه کې د گډون کوونکي پلاوي نوملړ یې چمتو کړې او هغه یې د چين حکومت ته سپارلی دی.

د ولسمشر دې مشاور زياته کړې چې پر خنډونو سربيره په هېواد کې د سولې له پاره هیلې ډېرې شوې دي. هغه وویل: «که د افغانستان خلک او نظام د سولې په پروسه کې شامل وي نو د دايمي او تل پاتې سولې له پاره به ضمانتونه هم وجود ولري.» 

Wahid Omar
د افغانستان د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې رئيس وحيد عمرانځور: DW

وحيد عمر ټينگار وکړ چې په اوسني وضيعت کې سوله د افغانستان د خلکو لومړيتوب ده او حکومت بايد د خلکو دا بنسټیزه غوښتنه پر ځای کړي.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې د چين په «بين الافغاني» غونډه کې د گډون له پاره د چمتووالي د نيولو خبره کوي چې تر اوسه د غونډې نيټه لا معلومه نه ده. طالبانو هم تر اوسه تل د افغان حکومت سره د مستقيمو خبرو اترو ډډه کړې او هغه یې امريکا متحده ایالاتو «لاسپوڅی» بللی دی. خو ځينو حکومتي چارواکو له طالبانو سره په بين الافغاني مذاکراتو کې په انفرادي توگه گډون کړی دی.

چين چې له افغانستان سره گډه پوله لري، په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو په برخه کې هلې ځلې کوي. کابو درې مياشتې تر مخه د طالبانو يوه پلاوي په پيکينگ کې د دغه هېواد له چارواکو سره هم ليدلي ول.

د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو په جولايي میاشت کې په دوحه کې ترسره شوې وو چې له افغانستان څخه پکښې يوه ۶۰ کسیز پلاوي گډون درلود چې په هغه کې حکومتي چارواکي او د مدني ټولنې غړي هم شامل ول.

شکیلا ابراهيم خيل