هولبروک: د افغانستان جګړه تر ويټنام لا سخته ده
۱۳۸۸ دی ۱۸, جمعهد امريکې ځانگړي استازي ريچارد هولبروک دا خبره آلمانۍ ورځپاڼې (سايت) ته کړې او ټکي په ټکي يې په ډاگه کړې چې: دا ماموريت ښايي نظر و د ويتنام جگړې ته اوږد وخت دوام وکوي او د امريکې د متحده ايالتونو په تاريخ کې به تر ټولو اوږد ماموريت وي.
د آلمان فدرالي حکومت د چهارشنبې په ورځ، يعنې په لندن کې د افغانستان په هکله د رواني جنورۍ د مياشتې په 28 نېټه جوړيدونکي کانفرانس نه درې اونۍ مخکې، په افغانستان کې د خپلو دندو په منظور د خپلو ځواکونو او پوځي تجهيزاتو د کچې د پاره ځانگړې طرح يا پلان اعلان کړ. تر اوسه ويل کېدل، چې آلمان به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پراخه کولو په خاطر د لندن له غونډې وروسته پرېکړه کوي.
هولبروک له آلماني خبريال يوزف يوفه سره په خپله مرکه کې څرگندکړې: سره له دې چې طالبان يوه تيت او پرک بې نظمه ډه دله او ټاکلې موخې هم نه لري، او د هغه زياتره غړي د خپل تندلاري مشر ملا محمد عمر او يا القاعدې ته تاتير او اغېزې لاندې نه راځي، خو داسي شريک ټکي شته، چې د افغانستان دنده يې له ويتنام څخه بدتره او کړکېچنه کړېده. د ويتکانگ يا د آزادۍ د پاره د ويتنام د جنوب د ملي جبهې د جنگيالو د تېښتې او پټې ځايونه د ويتنام شمال، د لاووس او د کمپوچيا هېوادونه وو، خو طالبان د دې کار د پاره پاکستان لري.
دا کار د امريکې د متحده ايالتونو عملياتو کې ستونځې اچوي او د جگړې د پرمختگ مخه يې نيسي. ځکه د ويتنام شمال مو، له دې کبله چې دښمن وو، بمباري کولی شوای، خو پاکستان نه شو بمباري کولی، او دا ځکه چې دا هېواد زموږ ملگری دئ.
د امريکې متحده ايالتونه تر اوسه پورې په بل هېڅ کوم جنگ کې له دغومره لوژستيکي او ځمکنيو اکمالاتو سره نه وو مخامخ شوي.
اوس اوس په افغانستان کې د شمالي اطلس د دفاعي ټلوالې ناتو او امريکې د متحده ايالتونو 113000 سرتيري په افغانستان کې د طالبانو پرضد جنگيږي. 2009 ميلادي کال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاره، د له 500 نه زياتو مړينو سره تر بل هر وخت نه زيانمن کال وو.
په کابل کې سياستمداران په دې اند دي، چې پرته له لويديزو ځواکونو څخه به د کرزي حکومت د طالبانو لخوا رانسکوريږي او هغوی قريب په ټول هېواد کې يوه پټه اداره جوړه کړې.
Die Zeit/ محمد عارف وردګ
کتونکی. زيارمل