1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري د مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه لا کلک کړل

۱۳۹۶ اردیبهشت ۹, شنبه

هنګري د سربستان سره پر خپلې ګډې پولې د کټارو د درولو دویمه مرحله بشپړه کړه. بوداپست ويلي دي چې دغه کار يې نه يوازې د هنګري، بلکه د ټولې اروپايي ټولنې د محافظت لپاره ضروري دی.

https://p.dw.com/p/2c7NE
Ungarisch-Serbische Grenze Containerlager für Flüchtlinge in Tompa
انځور: picture-alliance/dpa/MTI/S. Ujvari

بوداپست (د هنګري پلازمينه) څخه د فرانسې خبري آژانس د معلوماتو په حواله، هنګري له سربيا سره د خپل کډ ملکي سرحد په اوږدو کې د کټارو د نصبولو دويم پړاو پای ته ورساوه. دغه کټاري پر پرمختللو تخنيکي وسايلو او کامرو سمبال دي، چې کولای شي  تياره کې هم معلومات ټول کړي. له دې علاوه پر دغو کټارو سنسرونه هم لږول شوي دي چې په فوري توګه د هر ډول جسماني حرکتونو او تک راتک په اړه د معلومات د ورکړې وړتیا لري. 

پر کټارو لګول شويو لوحو باندې د مهاجرو د پوهاوي په موخه په پنځو ژبو سرحد ته د نه نژدې کيدو خبردارۍ او نور هدایات ليکل شوي دي.

د دغې پروژې د کار د ختميدو څخه وروسته د هنګري هيواد يوه چارواکي کارولي کونترات خبريالانو ته وویل: « هنګري خپل ملکي او د شينګن زون بهرني سرحدونه په يوه وخت کې خوندي کړل». 

په ۲۰۱۵ ميلادي کال د اروپا د مهاجرت بحران په پيل کې يوازې د څو مياشتو په موده کې له ۴۰۰ زرو څخه زيات مهاجر د هنګري له سرحدونو څخه واوښتل او ځانونه يې آلمان او د لويديځې اروپا نورو هيوادونو ته ورسول.

د ترکيې تړون او په اړه يې انديښنې

وروسته له هغې چې د بالکان لارې د مهاجرو پر مخ وتړلې او بيا د تيرکال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د مهاجرت پر موضوع تړون لاسلیک شو، له دغو لارو څخه اروپا ته د تلونکو مهاجر شمير له نه سره برابر شوی دی.

بوداپست انديښنه لري او وايي، ترکيه کې سياسي حالات داسې دي چې هر وخت کيدای شي تړون لغوه شي چې په هغه صورت کې به يو ځل بيا په سلونو زره مهاجر اروپا پر لور مخه کړي. بوداپست وايي چې د دغه احتمالي حالت د پيښيدو پر وړاندې د کټارو لږول ډير زيات اړين دی.

د هنګري صدراعظم وکتراوربان هم په يوه مرکه کې وويل چې پر سرحد درول شوې کټارې د ولس د ژغورنې لپاره يو اړين ګام دی. هغه اروپا ته راتلونکې مهاجر «زهر» او «د تروريزم سرچينې» ياد کړل.

خو د اروپايي ټولنې يو شمير مشرانو بيا پر اوربان سختې نيوکې کړي دي. تيره ورځ په اروپايي پارلمان کې د سوسيال دموکرات ګوند يوې غړې ګياني پيټيلا د اروبان په اړه وویل: « هغه دروغ وايي او تاسو پوهيږۍ چې هغه دروغجن دی».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.08.2015):