1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: محکمه د حجاب پر موضوع له سره کتنه کوي

۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبه

د هندوستان په یوه سويلي ایالت کې په ښوونځيو کې د نجونو د حجاب بندولو پر سر د تیرې اوونۍ د اعتراضونو په ادامه کې ښوونځي او تحصیلي ځایونه وتړل شول. د دوشنبې په ورځ يو شمیر ښوونځي بیرته د زده کوونکو پر مخ خلاص شول.

https://p.dw.com/p/46zTg
Proteste gegen Hidschab-Verbot an Schulen in Indien
انځور: Rupak De Chowdhuri/REUTERS

په هند کې د مسلمانانو له خوا دغه اعتراضونه تر هغه وروسته پيل شول چې نجونو زده کوونکو ته وویل شول چې په ټولګي کې دننه اجازه نه لري چې حجاب يا ټيکری پر سر کړي.

د هندوستان کرناټکا ایالت اودوپي ولسوالۍ هغه سیمه ده چې د لومړۍ ځل له پاره پکې دغه مقررات اعلان، خو پر وړاندې يې سملاسي اعتراضونه وشول.

رويټرز له اودوپي څخه ليکلي دي چې زده کوونکې نجونې چې یاسمندي یونیفورم يې اغوستی او په لسونو يې حجاب هم اغوستي وو په داسې حال کې ښوونځي ته دننه شوې چې پولیس يې د امنيت له پاره دریدلي ول.

زده کوونکو وويل چې دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې ځايي محکمې وویل چې دوی د دوشنبې په ورځ پر دغې موضوع غونډه کوي.

په دې اړه د محکمې په اعلاميه کې راغلي دي: «دا چې آیا د ټولګۍ په منځ کې د حجاب اغوستل د اسلام دين له ضروري اعمالو څخه دی، په اړه يې د اساسي قانون د ضمانتونو په رڼا کې ژورې کتنې ته اړتیا ده.»

ویل شوي چې د اوس له پاره يوازې ابتدائيه ښوونځي او لیسې خلاصې شوي په داسې حال کې چې کالجونه او د لوړې درجې تحصیلي ځايونه لا هم بند دي.

Indien Bangalore | Proteste | Verbot Hijab
د مسلمانانو په ملاتړ؛ پر پلاکاټونو لیکل شوي هندو او مسلمان وروڼه دي مه يې سره جلا کوئانځور: Stringer/Anadolu Agency/picture alliance

سپارښتنه شوې ده چې تر امرثاني پورې دې په ټولګيو کې د ټيکري او حجاب څخه نیولې، هر ډول مذهبي لباسونو له اغوستلو ډډه وشي.

چارواکو دغه راز د خلاصو شوو تعلیمي ځایونو د ۲۰۰ متره واټن په ساحه کې له پنځو څخه د ډيرو کسانو يو ځای دريدل منع کړي دي.

په ادوپي کې د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي ګوند (BJP) ډېر نفوذ لري. دا د هندوستان د تکنالوژۍ مرکز په ۴۰۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.

د حجاب د بنديز موضوع، تیره اوونۍ وروسته له هغې د پام وړ وګرځيده او په سیمه کې د مسلمانانو له غبرګون سره مخ شوه، چې د هند د کرناټکا ايالت په مربوطاتو کې ځینو ښوونځيو، ښوونځيو ته د هغو نجونو د داخلیدو مخنیوی وکړ چې ساده تکه يې جامې يې اغوستې وې.

داسې ښکاري چې دغه اقدام، د نجونو د یونیفورم په تړاو د حکومت له یوه تازه فرمان څخه د سرغړونې له وجې شوی دی.

د کرناټکا ایالت چې د نریندرا مودي ګوند پکې حاکميت کوي، د یونیفورم فرمان يې د روانې میلادي میاشتې، فبرورۍ پر پنځمه خپور کړی وو.

هندوستان چې ۱ اعشاريه ۴ ميليارده نفوس لري، مسلمانان يې پکې اقلیت یاديږي چې د دغه نفوس ۱۳ سلنه برخه ده.

د رپوټونو پر اساس، اعتراض کوونکو مسلمانو نجونو ویلي دي چې د هندوستان په اساسي قانون کې د مذهبي آزادۍ ضمانت شوی دی او دوی د دغې آزادۍ له پاره مبارزه کوي.