1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندوستان الوتکې لېږدونکې جنګي بيړۍ جوړه کړې

۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعه

د هند لومړي وزير د خپل هيواد له خوا جوړه لومړۍ الوتکې ليږدونکې جنګي بيړۍ افتتاح کړه. اوس هند هم په هغو د ګوټو په شمېر هيوادونو کې شامل شوی دی چې الوتکې لېږدونکې بيړۍ جوړوي.

https://p.dw.com/p/4GMLZ
د هند الوتکې ليږدونکې بيړۍ - آی اس ان وکرانت
د هند الوتکې ليږدونکې بيړۍ - آی اس ان وکرانتانځور: Zuma/picture alliance

لومړي وزير نريندر مودي د هند په جنوب کې د کښتيو جوړولو په کوچي نومې فابریکه کې د «آی ان اس وکرانت» نومې دا الوتکې لېږدونکې بېړۍ اوبو ته کښته کړه. نوموړي په دې ترڅ کې د وينا پر مهال وويل چې هند له دې تاريخي بریاليتوب سره د هغو څو پرمختللو هيوادونو په کتار کې دريدلی دی چې جنګي الوتکې لېردونکې بېړۍ جوړوي. هغه وويل: «وکرانت هند ته نوی اعتماد وربخښلی دی.»

د دې ډول سترو الوتکې لېږدونکو بيړيو د جوړولو وړتيا تر اوسه يوازې امريکا، بريتانيا، روسيه، چين او فرانس لري. مودي وويل چې «وکرانت» پر پخپلو پښو د ولاړ هندوستان نخښه ده.

مودي: «وکرانت» ستره او شانداره بيړۍ ده

د هند لومړي وزير وويل چې د وکرانت بيړۍ په جوړولو سره د هند يو ستر خوب پوره شو. هغه وويل: «وکرانت ستره او شانداره ده، دا دېره ممتازه او ځانګړې ده. دا يوازې یوه جنګي بیړۍ نه، بلکې په ۲۱مه پيړۍ کې د هند د زيار، وړتيا، نفوذ، هوډ او ژمنتيا يو ثبوت دی.»

مودي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دا به په هند، د پاسيفيک او د هند د سمندرګي په ساحه کې د ثبات په ټينګولو کې مرسته وکړي. نوموړي وويل: «ځواک او امن د يو بل له پاره اړين دي او هند قدرت او بدلون دواړو په ګډه سره په مخ وړي.»

آې ان اس وکرانت کومې ځانګړتياوې لري؟

د هند د لومړي وزير نريندر مودي په خبره وکرانت يوه ستر ښار ته ورته دی. د ۲۰۰ میلياردو هندي کلداور په لګښت جوړ شوي دا ۴۵ زره ټنه وزن لرونکې کښتۍ د نړۍ اوومه تر ټولو ستره الوتکې لېږدونکې جنګي کښتۍ ده.

د عرشې يا غولي لووالی یې د فوټبال د دوو میدانونو او لوړوالی یې د يوه ۱۸ پوړیزې ودانۍ په اندازه دی. په دې کښتۍ کې ۲۴۰۰ خونې دي او د عملې کابو ۱۶۰۰۰ کسان پکې په يوه وخت کې اوسيدلی شي. پر عرشې یې يا غولي یې په يو وخت ۳۰ الوتکې درېدلی شي. په دې کې پر يوه ۱۶ بستریز روغتون سربیره يوه ډېره عصري د بيړيو طبي خدماتو برخه هم شتون لري.

پر دې بيړۍ به د الوتکې د کښېناستو تمريونه په نومبر مياشت کې پېل شي او د ۲۰۲۳م کال تر نيمايي پورې یې د بشپړيدو تمه کیږي.

پر مودي نيوکې؟

پر لومړي وزير نريندر مودي د هند جوړې لومړۍ الوتکې لېږدونکې بيړۍ د افتتاح له کبله نيوکې هم کیږي. پر ټولنیزو رسنيو خلکو خپل نظرونه شريک کړي دي.

د آر کی مشرا په نوم د تويتر يوه کاروونکي ليکلي: «لومړي وزير نه بلکې د هند رئیس جمهورې دا جنګي بيړۍ باید د ملت په نوم وقف کړی وای. ځکه ولسمشر يا ولسمشره د هند د پوځي ځواکونو سر اعلی قوماندان وي. ځکه دا کار بايد هغې کړی وای او نه صدراعظم.»

د ستيئن اس په نوم يوه بل کس ليکلي: «آیا دا به مناسبه نه وي چې د هند ولسمشري دا جنګي بيړۍ افتتاح کړې وای، ځکه هغه د پوځ قوماندانه ده. خو خلک په دې څه پوهيږي؟ د مشهوريدو له پاره هر څه کوي.»

ب. ص/ ن. ز (جاويد اختر، نوی ډيلي)

زموږ له آرشيف څخه: