1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند کې دوه مسلمان ځوانان د غوايي پر سر «ژوندي سوځول شوي»

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

د وژل شوو مسلمان ځوانانو کورنۍ وایي چې سخت دریځه هندوانو دوی دواړه وتښتول او بیا یي «ژوندي وسوځول». پولیس وایي په دې اړه پلټنې کوي چې آیا د ګاو رکشک (د غوا ساتونکي) په دې قضیه کې لاس لري او که څنګه؟

https://p.dw.com/p/4NfFX
Indien Pakistan Grenzkonflikt Kaschmir
انځور: AP

د هند له پلازمېنې نوي ډهلي سره نږدې هریانه ایالت کې تیره ورځ له یوه موټر څخه د دوو مسلمانو ځوانانو سوځول شوي جسدونه و ایستل شول. تر دې یوه ورځ وروسته پولیسو د پنځو کسانو پر ضد د سړي تښتونې دعوی ثبت کړه. چارواکي شک لري چې د دې پيښې عاملین د سخت دریځه ډلې «ګاو رکشک» چې ځانونه د غویي ساتونکي بولې پورې تعلق لري. 

د ۲۵ کلن ناصر او ۳۵ کلن جنید سوځول شوي مړي په یو سوځول شوي موټر کې وموندل شول. دواړه د هند د راجستان ایالت په بهرت پور ولسوالۍ کې د ګهاټمیکا کلي اوسیدونکو ول.

د ناصر او جنید کورنیو پولیسو ته په خپل شکایت کې ویلي چې دوی دواړه ملګري ول او د بجرنګ دل غړو تښتولي ول.

د جنید یوه نږدې خپلوان اسماعیل هندي رسنیو ته وویل چې د بجرنګ دل ډلې غړو دوی تر وهلو ټکولو وروسته د جهرکه پولیسو ته سپارلي ول: «خو پولیسو دوی [جنید او ناصر] ونه نیول، ځکه دوی د وهل کیدو له کبله ډیر ټپیان شوي ول.»

پولیس څه وایي؟

د وژل شوو کسانو له شکایت وروسته پولیسو د انیل، شري کانت، رنکوسیني، لوکیش سنګلا او موهت چې په مونو مشهور دی پر وړاندې د قتل قضیه ثبت کړه.

په هندوستان کې يو شمېر کسان ژوندي سوځول شوي

پولیس وایي چې د وژل شوو څخه د یوه یعنې جنید پر ضد د غویانو د قاچاق څو شکایتونه ثبت شوي وو، خو په دې اړه پلټنې روانې دي چې آیا دا قضیه د غویانو د محافظت مسئله ده او که بل څه.

د هندي رسنیو او بشري حقونو سازمانونو په حواله سخت دریځه هندو افراطیانو له ۲۰۱۵م کال راهيسي دا ډول ډیر شمیر مسلمانان وژلي دي. غویانو ته د بې حرمتۍ او یا یي هم د غوښې خوړلو په تور له ۲۰۱۰م کال راهیسې تر اوسه پورې ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د نریندر مودي په مشرۍ د هندو ملتپاله ګوند بهارتیه جنتا پارټي د حکومت له راتګ سره داسې پيښي زياتي شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز