1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادهندوستان

هند: ځيرک تليفونونو په ميليونو انسانان له بې وزلۍ را ايستلي

۱۴۰۳ مرداد ۱۳, شنبه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشرې په هند کې ديجيتالي پرمختګ ستایلی دی. هغې ويلي دي چې په تېرو پنځو شپږو کلونو کې د ځيرک تليفون په کارولو سره ۸۰۰ ميليونه کسان د بې وزلۍ په له منځه وړلو توانيدلي دي.

https://p.dw.com/p/4j4fY
د يادولو وړ ده چې په هند کې د لومړي وزير نريندر مودي، حکومت په تېرو لسو کلونو کې ديجيتلايزيشن يا ديجيتال کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د يادولو وړ ده چې په هند کې د لومړي وزير نريندر مودي، حکومت په تېرو لسو کلونو کې ديجيتلايزيشن يا ديجيتال کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.انځور: Divyakant Solanki/epa/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشرې دينيس فرانسس، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې ادارې (اف ای او) تر چتر لاندې «د موجود او د راتلونکو نسلونو د لوږې د ختمولو پر لور پرمختګ» پر موضوع پروګرام ته د وينا پر وخت په هند کې د ديجتيالي پرمختګ وستایلی. نوموړې په دې ترڅ کې د هند په کليوالو سيمو کې د ميشتو هغو خلکو يادونه وکړه چې پر ځېرک تليفون باندې د يوه کليک له لارې د پېسو د ترلاسه کولو او ليږدولو جوګه دي.

هغې وويل: «موږ د چټک پرمختګ له پاره د ديجيتال کولو په څېر اقداماتو ته اړتيا لرو چې بېلګه یې په هند کې وينو. هند توانیدلی دی چې يوازې د ځيرک تليفون په کارولو سره په تيرو پنځه شپږ کلونو ۸۰۰ ميليونه خلک له بې وزلۍ را وباسي.»د ملګرو ملتونو دغه مشرې په هند کې انترنت ته لاس رسی يو ډېر هم عنصر وباله او ویې ويل چې هند له دې څخه په ګټه پورته کولو بريالی شوی خو د نړۍ ډېر نور هېوادونه په دې نه دي توانيدلي.

هند کې تېرو پنځو شپږو کلونو کې د ځيرک تليفون په کارولو سره ۸۰۰ ميليونه کسان د بې وزلۍ په له منځه وړلو توانيدلي دي.
هند کې تېرو پنځو شپږو کلونو کې د ځيرک تليفون په کارولو سره ۸۰۰ ميليونه کسان د بې وزلۍ په له منځه وړلو توانيدلي دي.انځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture alliance

د نورو هېوادونو له پاره يوه بېلګه

فرانسس، وويل چې د هند د لېرې پرتو سيمو خلک چې له بانکي سيسټم سره یې هیڅکله کومه اړيکه نه وه لرلې، اوس په ډېرې کامیابۍ سره د ځيرک تليفون له لارې خپل کاروبارونه پر مخ وړي.نوموړې زياته کړه چې هغوی بلونه له دې لارې پرې کوي او د تقاضا د پوره کولو په صورت کې ورته له دې همدې لارې پېسې هم ورکول کیږي.

هغې زياته کړه: «۸۰۰ ميليون خلکو بې وزلۍ ته ماته ورکړې ده، ځکه چې په هند کې د ښه انترنت آسانتيا هر څوک لري او کابو هر کس ګرځنده تليفون لري.»

نوموړې وويل: «د نړۍ د جنوب په ډېرو برخو کې داسې نه ده. له همدې کبله په دې لار کې هلو ځلو ته اړتيا ده. د دې عدم مساوات د له منځه وړلو له پاره د ديجيتال کولو په موخه د سافت وير د نړيوال چوکاټ په اړه خبرې اترې بايد پېل شي.»

د يادولو وړ ده چې په هند کې د لومړي وزير نريندر مودي، حکومت په تېرو لسو کلونو کې ديجيتلايزيشن يا ديجيتال کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د تېرې لسیزې په ترڅ کې په هېواد کې د پېسو په ديجيتالي راکړه ورکړه کې چټکوالی ليدل شوی دی.

د نريندر مودي په مشرتوب په آسيا کې د هند نوی نقش

د مودي حکومت د « JAM» په نامه پروګرام له لارې ديجتيالي کارونې ته ودې ورکړې ده. د دې پروګرام له لارې خلک دې ته رابلل شوي چې په بانکونو کې حسابونه پرانیزي او هر حساب د «AADHAAR»  يا آدهار کارډ له یوې نمبر سره وصل شوی دی. د دې لارې په ټول هېواد کې خلک، حتی د کليوالو سيمو اوسيدونکي هم، بېلا بېلو دولتي پروګرامونو سره وصل کیدلای شي او هغو خلکو ته چې له د ټولینزو خدماتو څخه ګټه پورته کوي، پېسې نيغ په نیغه د هغوی د بانکونو له لارې رسيږي.