1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

هندوستان: له چینايي عسکرو سره په نښته کې ۲۰ سرتیري وژل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه

د هندوستان پوځ ویلي دي چې د همالیا په جنجالي سیمه کې د چین له عسکرو سره «لاس په لاس نښته» کې یې شل سرتیري وژل شوي دي. په وروستیو لسیزو کې د اتومي وسلو لرونکو چین او هندوستان ترمنځ دغه لومړنۍ نښته ده.

https://p.dw.com/p/3du4U
Indische Soldaten
انځور: picture-alliance/AA/F. Khan

د هندوستان پوځ ویلي دي چې د چین او هندوستان ترمنځ د همالیا په جنجالي غرنیزه سیمه کې د هندي او چینايي پوځیانو ترمنځ «فزیکي» شخړې په پایله کې یې ۲۰ تنه سرتیري وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اتومي وسلو لرونکي دواړه ګاونډي هیوادونه د دوشنبې ورځې د دغې شخړې تور یو په بل پوري کوي.

دغه شخړه د دواړو هیوادونو ترمنځ تر اوږدو جنجالونو وروسته رامنځ ته شوې ده. دواړو هیوادونو په ورته وخت کې یادې سیمې ته اضافه تازه دمي سرتیري هم استولي دي.

د معلوماتو له مخې، د چین او هندوستان په دغه شخړه کې هیڅ راز وسله نه ده کارول شوې او یوازې شدیده فزیکي جګړه رامنځ ته شوې ده. هندوستان له چین سره ۳۵۰۰ کیلومتره اوږد سرحد لري. دغه فزیکي پیښه د ګلوان په دره کې رامنځ ته شوې ده چې له ستراتیژیک پلوه ډیره ارزښتناکه سیمه بلل کیږي. دغه سیمه د چین د تبت او د هندوستان د لداخ سیمې ترمنځ پرته ده.

Infografik Umstrittener Grenzverlauf zwischen China und Indien EN

د هندوستان ټایمز د رپوت له مخې، سرتیرو یو پر بل باندې د ډبرو ګزارونه کړې او چینايي سرتیرو احتمالاً له لرګیو څخه هم کار اخیستی دی او دا چې جګړې شاوخوا شپږ ساعته دوام کړی دی.

هندوستان په لومړي سر کې ویلي ول چې په دې پیښه کې د دوی درې تنه سرتیري وژل شوي وو او چینايي لوري ته یې هم د تلفاتو د اړولو ادعا کړې وه.

هندوستان د سه شنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره تازه معلومات خپاره کړل او ویې ویل چې د دوی ۱۷ تنه سرتیري شدید ټپي شوي دي او بیا وروسته یې د خرابې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Archivbild | Indien Ladakh | Chinesische Truppen an Grenze mit Banner
انځور: picture-alliance/AP Photo

د چین د دفاع وزارت هم د پیښې پخلی کړی دی، خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي. بیجینګ ادعا کوي چې هندي سرتیري دوه ځلې د دوی خاورې ته ور اوښتي دي او پر چینايي پرسونل یې بریدونه کړې او هغوی یې پارولي دي چې له کبله یې بیا د سرحدي ځواکونو ترمنځ فزیکي تقابل رامنځ ته شوی دی.

امریکا متحده ایالات چې له چین سره یې په دې وروستیو کې مخالفت مخ پر ډیریدو دی او هندوستان خپل راتلونکی متحد ګڼي، ویلي دي چې دوی د «سوله ایز حل» هیله لري او دا چې دوی وضعیت له نیږدې څخه څاري. ملګرو ملتونو هم پر داوړو هیوادونو باندې د زغم غږ کړی دی.