1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيمیانمار

هند وايي د ميانمار نږدې ۳۰۰ عسکر ورتښتېدلي دي

۱۴۰۲ دی ۲۹, جمعه

هند وايي چې د ميانمار نژدې ۳۰۰ عسکر د پوځي حکومت پر ضد د جنګېدونکو اورپکو له جګړو څخه ور تښتېدلي دي. په میانمار کې د آراکان آرمي په نوم وسله والې ډلې په وروستیو کې خپلې حملې ډېرې او پرمختګونه ېې درلودلي دي.

https://p.dw.com/p/4bSCB
په نومبر مياشت کې د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته، په سلونو نور میانماري عسکر هم د اورپکو له جنګونو هندوستان ته تښتېدلي دي
په نومبر مياشت کې د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته، په سلونو نور میانماري عسکر هم د اورپکو له جنګونو هندوستان ته تښتېدلي ديانځور: Handout/Kokang Information Network/AFP

د میانمار د هندوستان سرحد ته نژدې علاقو کې د آراکان آرمي (AA) په نوم وسله والې ډلې او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې، له نومبر میاشتې راهیسې د يوې حملې او اوربند له ماتېدو وروسته ډېرې شوې. يادې ډلې هغه وخت د میانمار د ځواکونو پر ېوې امنیتي پوستې بريد وکړ او هغه اوربند چې په دغه هيواد کې د ۲۰۲۱م کال پوځي کودتا راوروسته برقراره وو، پای ته ورسيد.

یادې وسله والې ډلې روانه اوونۍ ادعا وکړه چې د میانمار پالیتوا ښارګوټۍ او شپږ پوځي بېزونه ېې نيولي دي. دغه ښارګوټي او بېزونه د هندوستان میزورام ایالت ته نژدې په سرحدي علاقه کې دي، چېرته چې د چهارشنبې په ورځ ورڅخه میانماري عسکر له سرحده په اوښتو هندوستان ته وتښتېدل.

د هندوستان په شمال کې د آسام ريفلز په نوم د نیمه پوځي ځواکونو یو افسر د نوم د نه ښودولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې ټول ټال ۲۷۶ میانماري عسکر له خپلو وسلو او مهماتو سره د میزورام ایالت اړوند، بوندو کبنګسورا، کلي ته رسيدلي دي.

دغه افسر وويل: «موږ هغوی ته په خپل کمپ کې هستوګنځای ورکړی» او ټول هغه امکانات مو ورته برابر کړي چې دغه عسکر ورته اړتیا لري.

یاد هندي افسر زیاته کړه چې د میانماري عسکرو د بایومتریک پروسه ېې پيل کړې او دغه راز ېې په نوي ډيلي کې د هندوستان له دفاع وزارت څخه غوښتي چې ميانمار ته د دغو عسکرو د بېرته انتقال اجازه ورکړي.

د ځایي رسنیو په حواله، په نومبر مياشت کې د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته، په سلونو نور میانماري عسکر هم د اورپکو له جنګونو هندوستان ته تښتېدلي دي.

د میانمار دوه پوځي چورلکې د هندوستان د میزورام ایالت مرکز، آيزول، ته رسېدلي تر څو له جګړې څخه هندوستان ته شاتک کړي عسکر راټول او انتقال کړي.

په اکتوبر میاشت کې د آراکان آرمي او د دوو اقلیتونو څخه جوړ یو وسله وال ائتلاف د میانمار په شمالي ایالت شان کې سرتاسري ګډې حملې پېل کړې. دوی څو ښارګوټي او د چين سرحد ته نژدې مهم تجارتي مرکزونه ونیول.

دغه ائتلاف په شان ایالت کې تر مياشتو نښتو وروسته، تېره اوونۍ د چین په منځګړيتوب د اوربند اعلان وکړ. رپوټ وايي چې په شان کې یادې نښتې د میانمار پوځي حکومت له پاره د هغه د تاسیس راهيسې تر ټولو ستره ننګونه وه. خو هلته رامنځ ته شوی اوربند د میانمار د هند سرحد ته نژدې ناامنه علاقو کې نافذ نه دی.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه (26.11.2017):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل