1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

هند: په فبرورۍ میاشت کې خپله الوتکه مو پخپله ویشتلې وه

۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعه

د هندوستان د هوایي ځواکونو نوي مشر ویلي دي چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان له جنګې الوتکو سره د جګړې پر مهال د هند هوایي ځواکونو خپله چورلکه پخپله راغورځولې وه.

https://p.dw.com/p/3QkIY
Pakistan schießt zwei indische Flugzeuge über Kaschmir-Region ab
انځور: picture-alliance/dpa/AA/F. Khan

د هندوستان د هوایي ځواکونو مشر راکیش سنګه بهادریا، ویلي دي چې په دې پيښه کې د ښکیلو دوو چارواکو پر وړاندې انضباطي پروسه روانه ده.

بهادریا د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۴ نیټه) خبریالانو ته وویل چې هوايي ځواکونو د دې پيښې په اړه پلټني بشپړې کړي دي.

د هند د خبري آژانس«پریس ټرسټ آف انډیا» په حواله د فبرورۍ پر ۲۷ نیټه له ځمکې څخه د هوا پر لور د توغول کیدونکي توغندي په وسیله د 70-MI ډوله څرخي الوتکه راغورځول شوې وه.

هند د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان په بلاکوټ سیمه کې هوایي بمباري کړې وه چې په غبرګون کې یي سمدلاسه د پاکستان هوایي ځواکونه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له لاین آف کنترول(کنترول لیکې) څخه په تیریدو د هند له هوایي قلمرو څخه سرغړونه وکړه.

په دې وخت کې د پاکستان او هند د جنګي الوتکو ترمنځ فضایي مخامخ کیدنه رامنځته شوې وه او په عین وخت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د دغه هیواد یوه څرخي الوتکه هم راغورځول شوې او له منځه تللې وه.

تر دې پيښې وروسته د هند یوه جنګې الوتکه هم د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې را نسکوره شوه چې پيلوټ يې ابهینندن بیا د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوی وو. دغه پیلوټ بیا وروسته د پاکستان له خوا بیرته هند ته وسپارل شو.

آژانسونه/ ش.ن/ن.ز