1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههندوستان

هند: سمندري ځواکونو تښتول شوې بېړۍ کې سمندري غله نیولي

۱۴۰۲ اسفند ۲۶, شنبه

هندي سمندري ځواکونو یوې تښتول شوې باروړونکې کښتۍ کې سومالیایيي سمندري غله نیولي دي. رویټرز خبري اژانس د روانې مارچ میاشتې پر شپاړسمه نېټه په دې تړاو خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/4dnZZ
هند، سومالیا کې د کښتۍ تښتول
هند، سومالیا کې د کښتۍ تښتولانځور: Indian Navy/AP/picture alliance

د سمندري ځواکونو ویاند د شنبې پر ورځ (د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۶نېټه) وویل، چې دغو غلو په نړیوالو اوبو کې د هند پر جنګي بېړیو ډزې کړې وې. هغه د ډېرو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې تر نیولو وړاندې له دغو غلو غوښتل شوي وو، چې وسلې کېږدي، تسلیم شي او کښتۍ کې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د هند یوه خبري اژانس ANI د سمندري ځواکونو د یوه لوړپوړي چارواکي نقل قول راوړی چې چواکې » دغې جنګي سمندري بېړۍ د نړیوالو قوانینو مطابق اقدامات کړي دي.« نیول شوې بار وړونکې بېړۍ «روین» نومېږي، چې د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر ۱۴ نېټه تښتول شوې وه.

ویل کېږي، چې د دغې تښتول شوې سمندري بېړۍ له عملې څخه ۱۷ کسان لا هم د سمندري غلو سره دي. د اروپايي ټولنې د سمندري امنیت د عملیاتو ماموريت یوناوفور په دې باور دی، چې تښتول شوې بیړۍ »روین« د تېرې سې‌شنبې پر ورځ د سومالیا له سواحلو څخه د بنګله‌دېش بیرغ لرونکې کارګو کښتۍ ته د ننوتلو له پاره کارول شوې وه.