1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د مخ پر ودې هیوادونو د غونډې کوربه توب کوي

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي دي، په داسې حال کې چې هند سږ کال د «جي ۲۰» د سرمشریزې ریاست هم په غاړه لري، راتلونکې اونۍ به د ۱۲۰ مخ پر ودې هیوادونو د مجازي غونډې کوربه هم وي.

https://p.dw.com/p/4Lr0T
Flash-Galerie Indien Unabhängigkeitstag
انځور: dapd

دغه مجازي غونډه د مخ پر ودې هیوادونو پر اقتصادي ستونزو د بحث په موخه راتلونکې اونۍ ترسره کیږي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د مشر سکرتر وینای کواترا، په وینا په دې غونډه کې به پر کلیدي موضوعاتو لکه د کرونا ویروس وبا نړیوالې اغیزې، په اوکراین کې روانه جګړه چې خوړو، کیمیاوي سرې او سون توکو ته یې لاس رسی ستونزمن کړی او د پيسو پړسوب او د پورونو زیاتیدو پر موضوعاتو خبرې وشي چې د مخ پر ودې هیوادونو پر اقتصاد یې فشار زیات کړی دی.

هند او پاکستان د خپلو اتومي شتمنيو او بندیانو نوملړ تبادله کړې

د «جي ۲۰» ډلې او د مخ پر ودې هیوادونو د غونډو په مشرۍ کولو سره داسې معلومیږي چې هند غواړي په ۲۰۲۳م کال کې په نړیوالو معادلاتو او پریکړو کې مخکښ اوسي.